دا زړه م ډير خفه خفه دے چه په څه خفه دے

شاعرې

پیر، 26 مئی، 2025

دا زړه م ډير خفه خفه دے چه په څه خفه دے

 


روغانے بابا 

دا زړه م ډير خفه  خفه دے چه په څه خفه دے

خورمه قسم چه لږ خفه نه دے نن ښه خفه دے


د جهان  ښه د  جهان  بد ، تر يو زړګـې پورې دې

دے  تمامـې  جهان خـفه ځکه چـه زړه خـفه دے


پخپل حساس او غمجن زړه باندې م زړه اوسوځـې

ښه پې پوهيږم چه په خپل نصيب اوده خفه دے


دغه جــادو نه دے نور څـه دې د سـاحرو سـترګٶ

چه په ده نه کوې خفــګان  دے په هغه خـفه دے


يا  خـو پـرې  بيــا راوريــدلــې  دې  زړي  خــبرې

يا  خـو د چـا ظـالــم د قـهـــر پـه کاتــه خـفه دے


د روغـــانــې خفه کول څه دومره ګران خو نه دې

ځـان ترې خفه کړه روغـــانـے غريب خفه خفه دے


روغانې بابا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف