د مرحوم صاحب شاه صابر صاحب( په زلفو باندې ) بیل بیل ښکلي ښکلي شعرونه👇
1)
خور شوے ذهن مې راغونډ نۀ شو په هېڅ خبره
چې مې د هغه خور ووربل خبرې هېرې نۀ دي
2)
زړۀ مې د درد بله ډيوه ګرځوي
خيال مې د زلفو په صحرا کښې اوسي
3)
څۀ ستا د زلفو د بوئ څۀ زما د وينو د رنګ
په هر يو ګل خوره د نوې زندګۍ نشه ده
4)
ستا د تيارو زلفو دعا اخلمه
ستا د جبین په رڼا تا لټؤم
5)
د زلفو سیوري ته دې ساه اخلمه
زۀ مستۍ ، وريځې ، یارانونه غواړم
6)
مدعا مې ستا تر زلفو رسېدل دي
چې د عقل نا پوره شوه لېونے شوم
7)
د زلفو سیوري ته د خوب په ارمان
د انتظار په ستړي لمر ژوندي یو
8)
په خوبونو مې د چا زلفې خورې شوې
چې خيالونه مې سازونه شو ، نغمې شوې
9)
چې د زلفو انتظار ئې شپه اوږده کړه
شوګيرې د تلوسو غېږ کښې اودې شوې
10)
ستا د زلفو تر منزله ئې خوب نشته
زړۀ کۀ ډېر شوګير ځپلے مسافر شي
11)
ګورې وريځې ژاړي نۀ د زلفو سیوري ته خوب
د زړۀ د نوو تقاضو خبرې نورې دي اوس
12)
د يار اوږدو زلفو ته ونۀ رسېد
په دعاګانو مې لاسونه مات کړۀ
13)
بې ستا د زلفو زندګي ګرانه ده
دا نۀ چې ما زولنې نۀ پېژندې
14)
د ساقي څنګ کښې د جانان د زلفو سیوري ته ژوند
د خوب او خيال د بېخودۍ د ورځو شپو قيصه ده
15)
د زلفو سیوري ته د سور انګار خبرې کوي
خو د حالاتو په غرمو نۀ دي د زغل ملګري
16)
د منزل په مخ خوارۀ دي د تيارو د زلفو سیوري
هر نظر پکښې تېرېږي هر احساس خوري تيندکونه
17)
د چا د زلفو د وريځو غوړېدو په طمع
د درد و غم د مېکدو په سیوري ژوند تېرؤم
18)
ما وې زۀ د شپې ويرېږم ، مخ راواړوه رڼا کړه
هغې زلفې راخورې کړې ، هغې وې چې تيارۀ ښه ده
19)
کۀ د اټک د شملې ول کښې نۀ وي ، نۀ دې وي خېر
خو د باګرام د ترکو زلفو کښې دې وي ګلونه
20)
وريځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
21)
خدايه کۀ هر سیوري ته کښېناستمه
هېر مې د هغو زلفو سیورے نۀ کړې
22)
د درنو سترګو درنو زلفو مينې
هسې نۀ ما په زړۀ کمزورے نۀ کړې
23)
په خورو زلفو کښې مې وځنګوه
بیا به خبرې د دارونو کوو
24)
زړۀ مې خوږېږي زلفې مۀ خوروه
له خورو زلفو مې خطر کېږي
25)
خيال په خورو زلفو کښې وۀ غځېدۀ
ځواني مستي غواړي ، شراب غواړي
26)
ستا په خورو زلفو کښې شپه کؤمه
د عمر ستړے يم دمه کؤمه
27)
خون به مې واخلي قاتلانې به شي
زلفې دې مۀ سموه ورانې به شي
28)
بلا دې واخلم زلفې مۀ خوروه
بلا به واخلي بلاګانې به شي
29)
چې د خورو زلفو تيارې رڼوي
صابره! اور به دې له سره ووځي
30)
د خورو زلفو سیوري مۀ خوروه
د خوشبويو نه شي خالي رنګونه
31)
تورې سترګې په خندا شوه ، خورې زلفې په شا لاړه
چې بېګا مې خوا له راغله ، چې بېګا مې ورته اووې
32)
په هغو زلفو کښې خوبونه اودۀ
په هغو سترګو کښې مستي د سحر
33)
په هغو زلفو ماښامونه اباد
په هغو سترګو ميخانه رنګینه
34)
ستا د خورو زلفو په لويه سودا
زما د عمر سلسله رنګينه
35)
له خورو زلفو هسې نۀ بوږنېږم
بلا دې واخلمه بلا پېژنم
36)
کمڅۍ ئې وسپړدې موسکۍ شوه وې ئې
نن به دې وژنم چې دې وتړمه
37)
ستا د خورو زلفو د زور به نۀ وم
خو د حالاتو د خندا هم نۀ وم
38)
ستا د خورو زلفو تارونه غواړم
د خپل وجود هره ذره بلؤم
39)
زۀ دې زما په رضا وتړلم
په خورو زلفو چې تا وتړلم
40)
مۀ کړه په زلفو به دې اور ولګي
د خپل زړۀ زور خپل اسويلي پېژنم
41)
په قصد خورې زلفې په شا اړوي
هسې مې کفر ته استا اړوي
42)
ستا د خورو زلفو بلا واخلمه
په تورو غرونو مې بلا اړوي
43)
ستا خورې زلفې ئې راټولې نۀ کړې
سودا کۀ هر څۀ وه خو هېڅ هم نۀ وه
44)
په تورو زلفو مو قسم خوړلے
د سپينو خلو خبرې پټې ساتو
45)
ستا په خورو زلفو کښې ځاے نۀ شومه
د زړۀ ټوټې راټولؤمه ځمه
46)
مۀ ، په خورو زلفو دې لاس مۀ وهه
راپاروې راپسې څۀ له بلا
47)
خورې زلفې خوا له راشي
حېراني مې يو په دوه شي
48)
ما د بلا زلفو بلا غوښتله
ما سره دغسې بلا څۀ وشو
49)
تۀ چې زلفو له څنډ ورکړې ، کلي وران کړې وطن وران کړې
تۀ چې راشې زلزله وي ، کله لږه کله ډېره
50)
د زلفو غر په بله واړوي د غرونو جينۍ
وخاندي بلې کړي لمبې په چينارونو جينۍ
51)
ستا د اوږدو زلفو بلا واخلمه
ګرځې سرتوره ، د نظره به شې
52)
ستا په خورو زلفو کښې "خو" لټوي
ائينه ماته کړه حېرانه به شي
53)
د پرهرونو د ګلونو خندا
د ګورو زلفو د بارانه شوله
54)
زلفې دې مۀ څنډه چې نۀ خورېږي
د خورو زلفو نه مې زړۀ خورېږي
55)
ګورې ګورې زلفې لږې څنډ وهه
غرونه غرونه شپې په بله واړوه
56)
ما ئې په تورو زلفو ملا تړله
د سپينو ستورو د پېغور ئې کړمه
57)
بانۀ ئې وخوځؤل وۀ ويرېدم
زلفې ئې څنډ وهلې خور ئې کړمه
58)
د خورو زلفو لېونو خيالونو
څۀ وارخطا په مخه واخستمه
59)
ستا د زلفو ارمان راولي راياد شي
چې د ستړي اسېولي په ول کښې ګېر شم
60)
دا نشه به دې کۀ خېر وي صبا نۀ وي
نن خو خېر دے ستا د زلفو اقتدار دے
61)
دا چې اوس هم د ځوانۍ خوبونه وينم
ما لیدلے ستا د تورو زلفو تار دے
...............................................................
شاعر : ډاکټر صاحب شاه صابر
راټولؤنکے : تېمور جان عاطر
کتابيات.... تکل ، خوبونه ، قامتونه قيامتونه
ایک تبصرہ شائع کریں