#ډاکټراسرار_اتل_صیب
څو به ګلونه قتلوئ ___څو به ترې ساه وباسئ
د مينې خيال به__ لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ
تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي
زما د تن وينې نچوړ کړئ____ما نه ساه وباسئ
فرق همدغه دی __ چې دواړه بس د يو کلي يو
زۀ امن غواړمه _____ او تاسو ترې رڼا وباسئ
حجره به ورانه شي. جومات به هيڅوک نۀ پېژني
کۀ تصور ترې :__ د ماما او د کاکا وباسئ
بيا به ګودر ، بيا به چينار ته څوک څۀ نۀ وايي
خو! بس د دې کلي نه يو خان او بل ملا وباسئ
نوم ورله مۀ ږدئ خېر دی مونږه خلک پېژنو خو
زما د کوره ____دا شر ورک کړئ دا بلا وباسئ
اتله ! يار دې انکار وکړي____ چې دې نۀ پېژنم
بيا د هغۀ___ د لېونو د صف نه____ ما وباسئ
ایک تبصرہ شائع کریں