غزل ـــــــــ۔ ارواښاد امير رازق
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوړے دے کۀ ژمے پېغلتوب دے کۀ ځواني
دا لـــــکه سـکروټې دَ اورونـــــــو بـــاراني
هر سړے دَ زړۀ په اۤئينه کښې ځان ته ګوري
ډېر کا ږه واږۀ ګرځي دَ خيالـــــــــه لېوني
کله په يخ ژمي کښې سړے په واورو کښېني
کله پــه سور اوړي کښې سړے واخلي يخني
هر څۀ بدلېدے شي عادتونه نـــــــــۀ بدلېږي
څوک دې عادت نۀ شي په وراني په شېطاني
نۀ وي څوک خبر دَ اعتداله پـه ځوانۍ کښې
عقل پــــه تکل شي چې شــي کـــــله تاواني
څوک مئينېدے نۀ شي په چا باندې دَ قصده
ميـــنه دَ ازلـــــــه پــــــېدا کېـــږي اسمانـــي
ډېره فاصله ده په هوس کښې او په عشق کښې
کار جــــدا جـــــدا دے نفسانــي او روحانـــي
مــــونږه مشــــکلات پــــېدا کؤو امير رزاقَ!
مونږ تـــــــه خو فطرت راکول غواړي اساني
امير رزاق امير

ایک تبصرہ شائع کریں