غزل
ټول کوه قافونه که په دې ټوله دنيا کې دي
ټولې ښاپېرۍ ټول ښاپېري په پښنونخوا کې دي
ستوري خو راتلل سپوږمۍ د ځان سره رانه وستل
زار شم پښتانه رقابتونه په هر چا کې دي
زه خو تا د دواړو جهانونو سېلاني کړمه
دواړه جهانونه ستا د سترګو په ادا کې دي
ته چې لپه پورته کړې څه نور اثر په ما اوکړي
ستا خو د ښېرو غوندې خويونه په دعا کې دي
لا دې سيلۍ لا دې ږلۍ لا دې طوفان نه راځي
لا زمونږ تمبوان تمبوان کورونه په صحرا کې دي
دا تصوير په دې منظر کې دا شاهکار د دې فنکار
ستوري په تيرو کې دي او سترګې په رڼا کې دي
يه خلکه ! زړه یو ښه دی خو زړه يواځې ښه نه دی
مينې که ژوندۍ دي نو د زړونو په درزا کې دي
دا خلک چې ښکلي دي نو ټول عمر به ښکلي وي
دا خلک د ډېرو ډېرو خلکو په دعا کې دي
څنګ چې وي يو ځای د ګل خندا او د شبنم ژړا
داسې مونږ زده کړې خنداګانې په ژړا کې دي
تل دې وي سایله د تخليق د چينو سر ته خېر
څو چې مو دا شپږ سره ی ګانې په املا کې دي
رحمت شاه سایل
ایک تبصرہ شائع کریں