ژړا ته دې لوګے شو ستا خندا ته لوګے کیږو

شاعرې

جمعرات، 23 جنوری، 2025

ژړا ته دې لوګے شو ستا خندا ته لوګے کیږو

 



غزل۔اکرام الله ګران بابا


ژړا ته  دې لوګے شو ستا خندا ته لوګے کیږو

اشنا که په هر رنګ وې ستا ادا ته لوګے کیږو


مونږ عشق ته که لوګے شو که ستا خسن ته لوګے شو

خپل ځان ته لوګے کیږو چي دا تاته لوګے کیږو


یارانو ته لوګے شو حریفانو ته لوګے شو

مونږ هغه سپیلني یو چې هر چاته لوګے کیږو


د زړونو دا دنیا مو چرته نه شې د نظره

ډیوو نه پورته کیږو نو رڼا ته لوګے کیږو


رنځوره د بارودو بدبویو کښې چي پرته ده

خوشبو شوه د چندڼو دې ښکلا ته لوګے کیږو


هم دا د محبت زمونږ حاصل زمونږ جنون دے

جانانه په انکار دې هم رضا ته لوګے کیږو


بلیږو هر پړاؤ کښې د ګران! ستړيو قافلو ته

ایرې ایرې الوځو هر سبا ته لوګے کیږو

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف