غزل
ـــــــــ
په ژوند ميين خلک اکثر ژوند ته بهانې غواړي
څوک چې تاخونه د کور نه لري ډيوې غواړي
د خپلې برخې زندګي مې درسره تقسيم کړه
ستا محبت خو نــورې نــورې تقاضــــې غواړي
خلکو له ځانه زړونه تور شو که په ځان ميين شول؟
چې هر سړى دکان ته ودرېږي، شيشې غواړي
مجبوريتــونو مقدســــه مينه هم رســــوا کړه
مور د اولاد سر ته خير نه غواړي، پېسې غواړي
باقـــره! دا ځلې په داسـې يو سفـــر روان يم
همــت مې تګ کوي، او دمه رانه پښې غواړي
#باقر
ایک تبصرہ شائع کریں