هغه نن سبا يې راته مخکې مخکې کېږي نن

شاعرې

منگل، 21 جنوری، 2025

هغه نن سبا يې راته مخکې مخکې کېږي نن


 

غزل

هغه نن سبا يې راته مخکې مخکې کېږي نن

هغه د تنکۍ مينې نـــغــمه راتــــه غږېږي نن


 هغـــه اشارې يـې راته اوس هم اشارې کوي

هغــــه خنداګانې دي والله راتــه خندېږي نن


هـــغه د درواغـــو قسمونه او وعــدې درواغ

هغه انتظار دی تورې شپې دي چې روڼـېږي نن


هغه تور اوربل کې هغه ګل ټومبلی هغه شان

هغه شرابي سترګې يې هغه شان شرمېږي نن


هغــه امېل، هغــه ږمنځ، هغـــه سلايي کاجل

هغـــــه ائينه ده هغه سترګې دي تورېږي نن



عبدالرحيم روغانى Abdurraheem Roghani 


#پښتوژبه #پښتوادب #پښتوشاعري #دپښتنوغږ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف