کله چــــې بــــې موره شي بـــــې پلاره شي سړے
زرې زرې د ژونــــــــــد پــــه هــــره لاره شي سړے
یواځــي د منـــــزل پـــــــــه لور قابل د مزل نۀ وي
جــــــــدا چـــــې د کــاروان او د سالاره شي سړے
تۀ راشه چې دا روزانه خپل زړۀ خوراک خو نۀ وي
چـــې خلاص د دې زړۀ چاؤدي انتظـاره شي سړے
بیا ټول عمر ذلت ئې په نصیب وي نور څـۀ نۀ وي
بهـر چــــــې د قــــــام پالو د قطـــــــاره شي سړے
اخِــــر به به ئې ذهنــــــي استطاعت رو رو کمیږي
چې یو خوا شي غریب بل بـې روزګاره شي سړے
نقـیـبـــــه دا د زړۀ ناقــــــلاري سړے خفه کــــــړي
چــې زړۀ شي پـــــه قلاره، پـــــه قلاره شي سړے
نقیب یوسفزے
ایک تبصرہ شائع کریں