د فريښتو سره اوسېږمه، انسان نشته دى

شاعرې

پیر، 20 جنوری، 2025

د فريښتو سره اوسېږمه، انسان نشته دى

 


د کال په روستيو کې ( غزل )


د فريښتو سره اوسېږمه، انسان نشته دى

په ايماندارو کې ذره قدر ايمان نشته دى


مين پرې زه يمه قصور هېڅ د جانان نشته دى

لاس مې د کور په ورانېدو کې د باران نشته دى


زه د فتوو زه د فرقوو په ښار کې شوى ماشوم

زما غوږونه ورته يوسٸ يو اذان نشته دى


د هغه چانه حال احوال د زندګۍ مه اخلٸ

د چا په کور کې چې ګوډۍ شته، ماشومان نشته دى


په محبت کې بې له درده سړي څه ليدلي

په دې زندان کې هر څه شته، خو روشندان نشته دى


ما له ازغو ساتلي، زه يې تر منزل راوستى

باقره! ما باندې د خپلو پښو احسان نشته دى

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف