بل ځاے لا راغلى يمه ، ستا د انتظار په ځاے

شاعرې

پیر، 20 جنوری، 2025

بل ځاے لا راغلى يمه ، ستا د انتظار په ځاے




  غزل 

ــــــــــــــــــــــ


بل ځاى لا راغلى يمه ، ستا د انتظار په ځاى

چا راسره پښې بدلې کړي ، د پېزار په ځاى


خدايه! ددې وخت پاړوګر داسې بې پردې کړمه

خښتې يې زما له کور راوويستې د مار په ځاى


 ستا د څيري شوي ګريوان غم په مخ اخيستى وم

سترګې مې منډلي وې په ستنه کې د تار په ځاى


تل د انتقام نه خپل احساس محرومه کړى يم

خولې نه مې راوځي دعاګانې د ازار په ځاى


نن مې خپل ماضي په زړګي ډېر راورېدلى و

کېناستم باقره! په فوټ پات د مزدور کار په ځاى

#باقر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف