غزل
د ژوند نه مې د مينې انتها ، راټولوله
په چاودو . چاودو شونډو مې خندا ، راټولوله
څه حْسن و ، څه ګرد و ، څه اوبه وې ، او څه ته وې
د سترګو په کچکول کښې مې دنيا ، راټولوله
روان وم د ژوند ښار نه مې هجرت کاوه خفه وم
د خپل وجود په پنډه کښې مې ساه ، راټولوله
يو شک به مې په زړه کښې و چې تا له خدايه! غواړي
چې چا به هم لاسونو کښې دعا ، راټولوله
هغه سړى د مينې په معنا نه پوهېدلو
چې کوم سړي د هريو لفظ معنا ، راټولوله
څه اوښكې ، څه فرياد ، او څه فکرونه ، څه وهمونه
باقر به ځان سره څومره سودا ، راټولوله
ایک تبصرہ شائع کریں