حکیم سید اوتر
تش د خُلی په پالس ګرو پسی مه ځه
د لباس په دي ملګرو پسی مه ځه
څهٔ نا څهٔ يي د کردار امتحان اخله
تش ده رنګ په ښېوه ګرو پسی مه ځه
چي ده ننګه ډک وي يو ملګرے ډير دے
د بي ننګو په لښکرو پسی مه ځه
دا چي ستا په وړاندي غټي غټي وائي
ھيڅ ھم نه دي په دي نرو پـسې مه ځه
صرف لاس مي په سر کيده نو زه ستا يم
د بنګال په جادوګرو پسي مه ځه
ده يو بل نه راله زړونه توروي خو
د دي خلقو په خبرو پسی مه ځه
دا غريب ده خپل جنون سره لګيا وي
ده اوتر په دي سندرو پسي مه ځه
ـــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَِـــــَ
څهٔ نا څهٔ يي د کردار امتحان اخله
تش ده رنګ په ښېوه ګرو پسی مه ځه
جمعرات، 9 جنوری، 2025

ایک تبصرہ شائع کریں