لۀ رد شوو روایاتو ئې باغي کړي

شاعرې

بدھ، 20 نومبر، 2024

لۀ رد شوو روایاتو ئې باغي کړي

 


مشقِ سخن


لۀ رد شوو روایاتو ئې باغي کړي

هر هغه، چې د لمحو سره خواري کړي


پس لۀ هغې په منصب د يو شاعر شي

چې لۀ خپله سوزه خپل وجود ستي کړي


دا سودا به ئې د زلفو په لاس ورشي

په طلب کښې کۀ ئې څوک ځان سودائي کړي


هغه زۀ یم چې د ولوږې نه ګډېږم

هغه زۀ یم په نيستۍ کښې چې مستي کړي


مۀ ئې ګڼه چې روش د چاپلوسۍ دے

مدارت کۀ څوک لا ډېر د خپل لالي کړي


هم د دې په څېر ئې سوي لوي بويه

دا مخونه مو د زړونو عکاسي کړي


مهرویان به څو لۀ مهره ګرېزان وي

عاشقان به لا تر څو ځيګر سوزي کړي


ځيګر...

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف