دَ جهانزېب دلسوز شعري مجموعه" نصيب "
مختصره مطالعه
ليک......... . لعل بادشاه خيالي
جهانزيب دلسوز دَ سوات دَ سيمې يو داسې تکړه شاعر دے چې دَ پښتونخوا پۀ نورو سيمو کښې ئې هم جوت مقام موندلے دے. وړومبۍ شعري مجموعه ئې دَ "اغېزمن احساسات" پۀ نوم کال 2016 کښې چاپ شوې ده او دوېمه شعري مجموعه" نصيب" ئې زما پۀ وړاندې ده.دا شعري مجموعه په کال 2018 کښې چاپ شوے او خوره شوې ده.دَ ښاغلي دلسوز پۀ ناچاپه نثري اثارو کښې " ژوند افسانه که حقيقت " او"دَ پښتو صحيح ليک لوست" چې دَ اردو او انګرېزۍ پۀ مدد سره دَ پښتو ژبې دَ صحيح ليک لوست يوه هڅه ده.دعا کوم چې دغه ناچاپه نثري ليکونه هم ډېر زر چاپ شي. دَ ښاغلي دلسوز پۀ شعري مجموعه "نصيب " کښې دَ پېښور پښتون کوټ دَ تکړه شاعر اديب ښاغلي سيد صابر شاه صابر صېب يوه سريزه شامل ده پۀ کومه کښې چې دَ ښاغلي شاعر دَ شاعرۍ زړۀ پورې جائزه اخستے شوې ده. دغه رنګه پۀ دې کتاب کښې دَ سوات دَ سيمې دَ ښاغليو عبدالرحيم روغاني،ډاکټربدرالحکيم حکيم زے،وکيل حکيم ز ے ،سيد محمد ايوب هاشمي، سميع الله ګران،سجاد خان سجاد او ارشد صميم تاثرات دَ اعتراف په شکل کښې راوړے شوي دي.
ښاغلے دلسوز پۀ پښتو مئېن دے، پښتو ليکي،پښتو وايي او نورو خلقو ته هم دَ پښتو ژبې دَ زده کولو درس ورکوي. هغه دَ پښتو ژبې ګلبڼ دَ زړه پۀ وينو خړوب کوي. دَ هاغه ملګرو نه ډده کوي چې پت پښتو او وفا نۀ پېژني. دَ دې خبرې اعتراف کوي کۀ نن سبا پښتو ژبه ژوندۍ ده نو دَ دې پۀ شا دَ شاعرانو اديبانو خدمات او هلې ځلې دي او دا يو حقيقت هم دے که چرې دَ يوې ژبې شاعران اديبان دَ خپلې مورنۍ ژبې خدمت نۀ کوي،پۀ دې کښې نوې نوې څېړنې نۀ کوي، کتابونه نۀ چاپ کوي نو دَ ژبې دَ پرمختګ سلسله به پۀ ځاے ودرېږي. پۀ تېره تېره پښتو ژبه چې سرکاري سرپرستي هم نه لري نو پۀ داسې وخت کښې دا يو شاعر اديب دے چې دَ خپلو بچو دَ خُلې نه نمړۍ شوکوي او دَ خپل جېب پۀ خرچ کتابونه چاپ کوي. ښاغلے دلسوز هم پۀ دغه ښاغليو کښې يو شاعر دے چې دَ خپلې مورنۍ ژبې دَ خدمت پۀ خاطر ئې هرې قربانۍ ته ملا تړلې ده. دَ پښتو ژبې سره دَ مينې پۀ لړ کښې دَ ښاغلي دلسوز دا يو څو شعرونه
دَ زړه پۀ وينو دې خړوبه کړۀ ګلبڼ دَ پښتو
دلسوزه هر خوا سرې غوټۍ پۀ موسېدو ښکاري
چې پت پښتو او وفا نۀ پېژني
هغه دې هډو دَ چا يار نۀ وي
کرامات به دَ شاعر وي که ژوندۍ شوه
پښتو ژبه مو دَ نزعې پۀ حالت ده
تل دَ مور ژبې پښتو قدر پکار دے
دَ خپل وروڼو پښتنو قدر پکار دے ( 1)
ښاغلے دلسوز دَ پښتو ژبې سره سره پۀ خپلو پښتنو وروڼو هم مئېن دے. هغه دَ پښتنو په بربادۍ او تباهۍ اوښکې تويوي. دَ پښتنو پۀ خوار نصيب ژړا کوي. هاغه لاسونه ئې پېژندلي دي کومو چې دَ پښتنو دا پښتونخوا لمبه لمبه کړې ده. دَ هغه پۀ زړۀ کښې دَ پښتو دپاره ډېره لويه مينه ده، ځکه دَ دې خبرې تپوس کوي چې دَ پښتنو پۀ هر کور کښې غم او ماتم ولې دے. دَ دې سيمې پۀ هر کور کښې ژړا ولې ده. اخر ولې دغه خلق پۀ دې سيمه ازغي خوروي. ښاغلے شاعر دَ شعر پۀ ژبه دَ دې ټول کائنات دَ خالق نه دُعا غواړي چې يا خدايا دَ پښتنو دَ دې سيمې پښتونخوا نه دَ بارودو لوګي لرې کړه چې پۀ دې سيمه امن راشي. دَ خپلې خبرې دَ پخلي دپاره دَ ښاغلي دلسوز يو څو شعرونه وړاندې کول ضروري ګڼم .
پۀ ظلمت دَ بې امنۍ پښتون تباه شه
ورښکاره کړې زر دَ امن سبا سترګې
دَ پر مختګ دَ زغل نه چا لرې کړه
پۀ خوار نصيب دَ پښتانۀ ژړېدم
دَ چا ظالم دَ ناکړدو دَ لاسه
بلې لمبې پۀ پښتونخوا تېريږي
هر وخت پۀ سودا يمه دَ قام راسره غم دے
ولې کور پۀ کور دَ پښتانۀ باندې ماتم دے
خدايا دا دَ څۀ سزا زما دَ قام پۀ سر ده
ډک لۀ ژړاګانو نه دَ سيمې هر يو چم دے
ازغي کري دَ پښتنو پۀ سيمه
پۀ ارادو ورله ناتار راوله
خدايا دا بارود لوګي ترې لرې کړه
امن درنه زۀ پۀ پښتونخوا غواړم
پۀ نصيب زما دلسوز دَ فکر ټال دے
دَ پښتون غم چڼَوم چغې وهم
لر او بر پښتون قتلېږي پوهه نه يُو
خدايا څۀ ګنا مو کړې پۀ جهان
سپرلے پۀ ټوله نړۍ خور دے مګر
ولې پۀ څنګ دَ پښتونخوا نۀ راځي (2)
پۀ شعر کښې دَ متل استعمال ته صنعت ارسال المثل وئيلے شي. ښاغلي دلسوز پۀ خپله شعري مجموعه کښې دَ صنعت ارسال المثل نمونې هم راوړي دي. پۀ کومو شعرونو کښې چې متلونه راوړے شوے وي يا ورته اشاره شوي وي نو دا قسمه شاعري خلق ډېره خوښوي. لکه څنګه چې پۀ عامو خبرو يا تقريرونو کښې کښې متل راوړل دَ خبرې خوند زياتوي دغه شان چې پۀ شعر کښې متل يا دَ متل مفهوم راوړے شي نو دَ شعر خوند پرې يو پۀ دوه زياتېږي. دا قسمه جملې دَ حقيقت څرګندونه کوي .دَ پښتو متلونه دي چې " دَ نن کار سباته مه پرېږده،خس ئې مه ګڼه پۀ سترګو کښې به دې پرېوځي،مۀ دومره خوږېږه چې څوک دې تېر کړي مۀ دومره ترخېږه چې څوک دې تُوکي،تُوکړې لاړې واپس خلې له نۀ راځي،دَ زرو قدر پۀ زرګر وي،دَخپل څادر سره پښې غزول پکار دي،چې اوښان ساتې نو دروازې به دنګې ساتې،نولس ده شل به نۀ شي،دَ کومې بلا نه چې نه خلاصېږې غاړه پۀ غاړه ورځه يا دَ کومې بلا نه چې نۀ خلاصېږې ورته ډېر ډېر خانده " او ښاغلي دلسوز دَ دې متلونو مفهوم څۀ پۀ دې ډول راوړے دے.
اوښان به هله ساتې
وَرونه دنګ پرېږده
دَ نن کار سبا ته چرې پاتې نۀ کړې
دَ سبا کار درته هم پۀ انتظار دے
چې نۀ خلاصېږې ترې دلسوزه ورته خانده مړه
زۀ به دَ ځان سره ګوڼېږم خپل شعرونه ستايم
خس ئې مۀ ګڼه پۀ سترګو به شمکور شې
روغو سترګو لۀ دې بس دے دغه خس
خوږ که شوې پۀ يو نمړۍ لۀ حلقه به دې تېر کړي
تريخ که شوې دستي به ئې لۀ خلې نه ګوذارېږې
درومي ځواني واپسي دا نۀ راځي
تُوکړې لاړې خلې له بيا نۀ راځي
جواهر پېژندل کار دَ جوهري
دَ زر پوهه به زرګر سړے لري
دَ خپل څادره سره پښې غزوه
چې پښو ته ورسي څادر پوره دے
چې رب نولس پېدا کړے څنګ به شل شي
ډېره لرې دا خبره له امکانه
پۀ خپل نصيب باندې شاکر وسېږه
پښې غزوه دَ خپل څادر سره تۀ ( 3)
پۀ شعر کښې يوه زړه تاريخي واقعه،سانحه راوړلو يا ورته اشاره کولو ته تلميح وئيلے شي. ښاغلي دلسوز پۀ خپله شعري مجموعه کښې دَ حضرت يعقوب علېه سلام ،حضرت يوسف علېه سلام،ذُلېخا بي بي، منصور،فرعون،شداد او دَ مجنون دَ عشق ذکر کړے دے ،اشاره ئې ورته کړې ده چې دَ تلميحاتو غوره نمونې دي. دا يو څو شعرونه .
دُنيا دار کۀ عزتمند وې خيال کوه
دَ فرعون ، شداد به لويه وه رُتبه
دلسوزه دار کۀ دَ منصور وي مخکښې
ځان ته وېنا دَ انا الحق ورکړئ
دَ چا دَ عشق دَ لاسه
يعقوب شمکور پۀ سترګو
حسنِ يوسف پۀ سبب
عشق ذُ لېخا کړے دے
دَ چا دَ عشق پۀ خاطر
مجنون پۀ غرونو سر شۀ (4)
دَ پښتنو پۀ تهذيب کښې دَ سوَرې پۀ نوم يو رسم دَ دې دپاره وجود موندلے وۀ چې دَ دوه کورونو دُښمني پۀ دوستۍ او خپلولۍ کښې بدله شي. دغه شان چې به دَ کوم کور سره زياتې شوے وۀ نو دَ جرګې دَ فېصلې مطابق به دَ مخالف دَ کور لُور خور پۀ دې غرض سوَره کښې ورکولې شوه چې دَ دواڼو کورونو ترمېنځه به رشته داري قائمه شي او دعمرونو دُښمني به پۀ خپلولۍ کښې بدله شي خو دغه رسم او رواج پۀ دې وجه ناکامه شۀ چې اکثر به هاغه لُور خور سره ډېر ظلم زياتې کېدۀ،پېغورونه به ئې ورکول. کله کله به دَ ډېر عمر سړي ته دَ لږ عمر جينۍ پۀ سوَره کښې ورکړې شوه،نو ځکه دغه رسم ته نن سبا څوک پۀ ښۀ سترګه نۀ ګوري بلکې غندنه ئې کوي . دَ ښاغلي دلسوز دَ دغه رسم او رواج باره کښې دا يو څو شعرونه
جرم ورور وکړي سزا ورکوي خور له
دَ الله رسول قانون خو داسې نۀ وۀ
پښتنو دَ کوم تهذيبه سوَره راوړه
دَ کلتور سره سمون خو داسې نۀ وۀ
دَ سوَرې رسم ختمول پکار دي
پښتو دَ دين تابع کول پکار دي
دې لۀ مذهبه خلاف رسم زمونږ
پښتونولۍ نه دا وېستل پکار دي ( 5 )
پۀ کال ۱۸۹۳ کښې دَ انګرېزانو او دَ افغانستان دَ امير عبدالرحمان تر مېنځه دَ ډېورنډ لا ئن پۀ نوم معاهده شوې وه دَ کومې په نتيجه کښې چې دَ پښتنو دا لوے وطن تقسيم شوے وۀ. دا معاهده دَ ډېورنډ نومې يو انګرېز سره شوې وه نو ځکه دَ هغۀ نوم سره منسوب شوې ده.دلته زۀ پۀ دې مختصره تبصره کښې دَ ډېورنډ لا ئن دَ معاهدې دَ بحث نه ډډه کوم او دَ ښاغلي دلسوز دا يو څو شعرونه وړاندې کول خپل ضرورت ګڼم .
دَ ډېورنډ کرښه پکښې څۀ بلا ده
چې پښتانۀ پورې راپورې وينم
پۀ ډېورنډ کرښه مې غليم بيلوي
دَ پېښور کۀ دَ کابل شمه زۀ
ډېورنډ لا څۀ بلا ده
چې مونږ به پرې جدا شو
امو نه تر دکنه
والله که ترې پۀ شا شو (6)
مختصر داچې ښاغلے دلسوز پۀ دې پوهېږي چې شعر څۀ ته وايي، دَ شاعرۍ حسن پۀ کومو خبرو زياتېږي، دَ شاعر ذمه وارۍ څه دي او دا ځکه چې هغه دَ ژبې او ادب مطالعه کوي. دَ ښۀ او بد فرق ئې پېژندلے دے. پۀ اخېره کښې دا يو څو شعرونه .
دلسوزه شعر دې کمال ته رسي
ځکه غزلے دې سمسورې وينم
شعر دې دلسوزه دے
سم لاچي لونګ کنه (7 )
حوالې
(1) دلسوز،جهانزېب،نصيب،شعري مجموعه،کال۱۹۱۸،مخونه ،۱۳۲،۵۹،۵۰،۴۹،
(2) هم دغه، مخونه،۱۲۴،۵۸،۵۴،۵۳،۴۶،۴۵،۴۴،۳۸،۵،
(3) هم دغه، مخونه،۲۰۵،۱۳۷،۱۲۵،۱۲۴،۱۰۳،۹۸،۸۰،۶۹،۵۹
(4) هم دغه، مخونه،۷۴،۵۷،۵۵
(5) هم دغه مخونه،۲۰۸،۱۴۲
(6) هم دغه مخونه ،۱۴۷،۶۸،۳۷
(7) هم دغه مخونه،۹۶،۳۷
Post a Comment