غــلام ذهنونـــــــــه، د ازادۍ سنــــــــــدرې

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Wednesday, October 1, 2025

غــلام ذهنونـــــــــه، د ازادۍ سنــــــــــدرې

 



غــلام ذهنونـــــــــه، د ازادۍ سنــــــــــدرې

داســـې سرونـــــــه، د ازادۍ سنــــــــــدرې


زمونــــــــږ خبـرې، د انقلاب دي ډکــــــــې

زمونـــــــږ غږونــــه، د ازادۍ سنــــــــــدرې


لاس مو تړلي، په داسې حال کښې یو چې

نۀ کړي خونـــدونه، د ازادۍ سنــــــــــدرې


زمــا ټپو کښې، تــــرجمانـــــــي د وطـــــن

زمـــــا شعــــرونه، د ازادۍ ســنــــــــــدرې


چـــې یؤ شو پاڅو، ګټه بـــــه هلــــــه کوو

چـــې کړو ویرونه، د ازادۍ سنــــــــــدرې


نقیبه څنګ بـــــــه، کـړو ازادي حاصلــــــه

کمــــــزوري زړونه، د ازادۍ سنــــــــــدرې

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف