ارواښاد رياض تسنيم
*غزل*
زیان مو لیده خو بیا مو هم دا عاشقي کوله
خلقو پيسې ګټلې، مونږه شاعري کوله
دغه دنیا چې يې بلها بلها کارونه په سر
چا به کيسه د دې ټوټې ټوټې زړګي کوله
خلقو ويل ګنې څه نوی خبر تا راوړی
څومره په منډه راغلې، څومره دې تادی کوله
یو شهزاده اوس د لقمان په دوا نه رغېږي
ده به د سترګود نرګس سره سیالي کوله
دا هم تاریخ دی، چې د ښار نه تر درباره پورې
روغ خلق چُپ وو او خبره لېوني کوله
هغه رحمان د معشوقو په نوکرۍ ژوندی وو
تسنیمه! موږه د سر کار هم نوکري کوله
Post a Comment