نظم :مونږ به نه مرو شاعر: صاحب شاه صابر

شاعرې

Wednesday, April 17, 2024

نظم :مونږ به نه مرو شاعر: صاحب شاه صابر

 


نظم :مونږ به نه مرو

شاعر: صاحب شاه صابر♥️


چې تر څو غرونه ولاړ وي

چې تر څو واؤرې وريږي

چې تر څو سيندونه خوځي

چې تر څو اوبه بهيږي

چې تر څو زمکه لمده وي

چې تر څو اسمان پړقيږي

چې تر څو بادونه لږي

چې تر څو سپرلي پوهيږي

چې تر کومې رڼا لږي

چې تر څو رنګونه رپي

چې تر کومې نمر راخيږي

چې تر کومې سپوږمۍ خاندي

چې تر څو بادونه  رپي

چې تر کومې پردې خوځي 

چې تر څو تارونه رپي

ځۀ او ته به په دنیا يو

زۀ او ته تر هغې نه مرو

چې په زمکه هوا لږي

مونږ به څنګ مرو، مونږ به څه مرو


چې د زمکې زړې لوند وي

خدای ګواه دے که به ومرو

ه يو شکل کښې له پايو

په يو شکل کښې به نه مرو


په ګلونو کښې به ګرځو

په سپرلي کښې به ټوکيږو

په هوا کښې به الوځو

په باران کښې به وريږو


په رنګونو کښې به رپو

په رڼا کښې به ټوکيږو

په سازونو کښې به اوسو

په نغمو کښې به تڼېږو

په زره کښې به غړيږو

په لمحه کښې به ټوکيږو🥀

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف