شاعر _ رحمت شاه سائل

شاعرې

پیر، 15 اپریل، 2024

شاعر _ رحمت شاه سائل

 



شاعر _ رحمت شاه سائل


شونډې درنه خوري خاموشي، شور پکښې پیدا که

مري دې د مخ سرۀ جانانه اور پکښې پیدا که


زړه مې یو ريدي دے لالا زار یې کړه جانانه

دغسے یو څو داغونه نور پکښې پیدا که


زړه ته مې اوس نه رارسي ستا د بڼو غشي

تاؤ یې که راتاؤ یې که لږ زور پکښې پیدا که


مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼي زړه نه

دغلته صنم هم شته خو کور پکښې پیدا که


جانه د مودو نه زما زړه سورے سورے دے

ګل دې ستا خبرے خو ټکور پکښې پیدا که


څه رشته خو بویه د وطن سره سايله

کور دې پکښې نه سهي خو ګور پکښې پیدا که

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف