انوارلحق فطرت مېدان دير

شاعرې

اتوار، 7 اپریل، 2024

انوارلحق فطرت مېدان دير

 




حسن چې ې کله هم اوربل کښې بډه کړې ده
شپه ې د اختر په مونږه ګډه وډه کړې ده

عمر له تاوان راکړے دغه قسمه خلقو دے
چانه چې د ژوند په هره لار مې ډډه کړې ده

ګرانه ده که بيا دې چرته ګل سڼو له وټوکۍ *
دا د کلي خاوره مې بارودو ډډه کړې ده

دا که مې د خوانه په رڼا ماښامي تلې ده
ياد مې په زړګي کښې تر سحره ګډه کړې ده

ځکه خو هيچا سره د يوې نه بله نه وايو
دلته کښې شپېشقوده هر سړي په بډه کړې ده

اوس خو دلته هر ماده پرست د وخت راٶړي کډه
تا ولې فطرته له دې ښاره کډه کړې ده


انوارلحق فطرت مېدان دير

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف