غزل
سعید ګوهر
مځكه تر پښو لاندې ، په سر باندې اسمان نه لري
پښتون بدبخته شايد خدای هم مهربان نه لري
هغه مزدور چې هره ورځ جوړوي بل ته ماڼۍ
و اوسېدو ته د باړې هم پوخ مكان نه لري
رښتيا وئيلى شي سردار ته ، هر بادار ته د وخت
له مرګه ډار نه لري ـــــــــ خوار ، د ژوند ارمان نه لري
وخته ! باغي دى چې تا نه مني، ستا زور نه مني
بخته ! كافر دى چې په تا باندې ايمان نه لري
داسې حالات دي چې سايه هم ، همسايه نه لرو
ژوند كوو بيا هم مونږ ، حالانكې ژوند امكان نه لري
كله تياره وي ، كله حبس وي ، كله ډېره ګرمي
هغه كوټه يم چې كړكۍ او روشندان نه لري
زما د ټول عمر د لوست دى ، اته لفظه لنډيز
دښمني ګټه نه لري ، مينه تاوان نه لري
انسان ليدى شي مستقبل ، له امكاناتو سره
کائېنات لوئ دی خو وسعت د خيال په شان نه لري
سعيد ګوهره ! کشکې زۀ ئې واى ملنګ د زيارت
شاعران ډېر لري خو هيڅ ژبه رحمان نه لري
ایک تبصرہ شائع کریں