د کالج ورځې شپې / د کتاب نوم : زرچاڼ مصنف: فېروز خان افريدے

شاعرې

جمعہ، 19 اپریل، 2024

د کالج ورځې شپې / د کتاب نوم : زرچاڼ مصنف: فېروز خان افريدے

 


د کالج ورځې شپې

په پاکستان کښې نن سبا خلق غېب شي بيا دوه درې ورځې پس ئې تشدد زده مړے/ لاش چرته په بورۍ کښې بند وموندل شي. چې د پېژندګلو نۀ وي. دومره خلق غېب شول، مړۀ شول، او په دې پوهه نۀ شو چې دا چا غېب کړې وۀ ؟

څۀ ئې ترې معلوم کړل؟ او اخر چا او پۀ کومه ګناه ئې  اووژل ؟ پخوا به هم په پاکستان کښې خلق پوليسو کله کله غېبول او د کور يا بازار نه به ئې اووچتول او په وهلو ټکولو به ترې معلومات حاصلول، خو هغه به ورکېدل يا مړۀ کېدل نۀ، بلکه ورک شوي سړي به بيا چرته په جېل کښې پېدا شُو .

يا به سزا وار وو يا به په مقدمه کښې ښکېل شوې وو. کۀ څوک به په سياسي مقدمه کښې بندي هم شۀ نو څو ورځې يا مياشت نيمه  پس به راخلاص شۀ. په دغه حواله مونږ د هند د ازادۍ نه وړاندې د انګرېزانو د زمانې د سياسي رهبرانو د قېد او بند قيصۍ او ژوند ليکونه  لوستلې دي يا د پاکستان د جوړېدو نه پس هم حتيٰ چې د ايوب مارشلا په وخت کښې سياسي بنديانو قيصې مو لوستلې دي چې هغوئي به باقاعده د لويو لويو جرنېلانو سره مبارزې کولې. د شورش کشميري، غفار خان بابا، ولي خان او  اجمل بابا او داسې نور ډېرو کسانو سياسي ورکرانو او رهبرانو د جېل خانو قيصۍ مو ډېرې لوستلې دي چې هغوئي به باقاعده په جېل کښې بهوک هړتالونه هم کول او حکومت به ئې مجبور کړو چې  د دوئي مطالبې ومني.

اوس معامله بېخي مختلفه ده. خلق غېبېږي او دا هم معلومه نۀ شي چې دا چا او ولې غېب کړو؟ او پۀ څۀ ګنا دومره زر پۀ وحشيانه تشدد ووژلې‌شۀ؟

کله کله په ډېرو پېسو راخلاص هم شي او کله کله د سپريم کورټ چيف جسټس په شور او غوغا  هم نۀ پيدا کېږي. هم دغه شان په غېبېدو پورې يوه واقعه راياده شوه. چې ماته هم زما د کالج په زمانه کښې پولټيکل اېجنټ صېب  دړ‎که راکړې وۀ او  وئيلي ئې وۀ چې داسې به دې غېب کړم چې په کلونو به دې ھم پته ونۀ لږي. چې په ډېرو کښې ئې او کۀ هري پور کښې؟ زۀ کله ډارېدم ما د نسيم حجازي ناولونه ډېر په وړوکوالي کښې لوستلي وو او د يو مجاهد د ژوند ائيډلېسټک شخصيت مې په ذهن کښې ورو ورو په جوړېدو وۀ.

کله چې ما په کالج کښې سبق وئيلو نو ملګرو يوه ورځ فرمائېش وکړو چې ځئ چې  د خېبر رائېفل په کېمپ کښې يواځينۍ سېنما کښې فلم وګورو. زۀ هغه وخت د کالج د طالب علمانو د يونين تاتاره سټوډنټس لنډیکوتل نوې نوې صدر جوړ شوې ووم . دا د ۱۹۷۸ء خواشاه قیصه  ده د لواړګي په کېمپ کښې يوه سنېما وه اوس نۀ پوهېږم چې شته او کنه او ايا اوس دا سنيما کښې عام اولس فلم کتلې شي او کنه؟ خو دا د ډېر وخت خبره ده ډاکټر کلیم شینواري صېب د وېنا له مخې د خېبر رائېفلز کېمپ لارې اوس تړ‎لې شوي دي ھغه وخت مونږ‎ په کېمپ کښې نۀ یوازې ګرزېدلې شو بلکه په یو خالي کوارټر کښې مو استوګنه تر څۀ موده اختیار کړ‎ې وه۔

مونږ چې کله د سنېما ټکټونه واخستل نو منېجر ته مو اووئيل چې کۀ ستا اجازت وي نو پاس دغه بالکونۍ کښې به کېښنو؟ هغۀ اووئيل او کنه يار تاسو کالجيان ئې چرته لاندې ناست کسان تنګ نۀ کړئ ښۀ به دا وي چې پاس کښېنئ۔ اصل کښې مونږ به د دغه کېمپ په دې مينځ کښې د سرائي بازار نه تر کالج پورې تلو راتلو ، دوه درې کلو ميټره مزل جوړېدو.

دغه وخت به مونږ  هر چا ته سلام هم کولو او په کېمپ کښې دننه يو هائي سکول د جينکو وۀ چې اکثر پکښې هم د دغه کېمپ سره منسلکه اهلکارانو لوڼو وغېره  سبق وئيلو. د دغه سکول د پاره به د پېښور نه روزانه استاذانې راتلې يوه نيمه به پکښې د اېبټ اباد او مردان خوا و شا نه هم استاذه وه چې په کېمپ کښې به په کوارټرو کښې اوسېدلې.

دغه ورځو کښې د فلم اېکټر طارق شاه ښځه هم استاذه وه او د هغې سره يو ماشوم به هم وۀ چې نن سبا هغه هم د فلم اېکټر دے او غالباً ببرک شاه نوم ئې دے. طارق شاه به لس پينځلس ورځې پس په سپين پتلون کښې راتلو او ښۀ سمارټ به ښکارېدو..خېبر افريدي هم په لواړګي کښې په پرائيمرۍ کښې استاذي کوله او حمزه بابا هم په دغه ورځو کښې ما په اول او اخری ځل ليدلې وۀ، هغۀ په سرائے کښې د يو دوکان مخې ته ولاړ وۀ شين څادر ئې په اوږه اچولې وۀ چې ما ولیدو نو ماورته  په يو ناتار کتل نو هغۀ ماته اشاره وکره چې نزدې ورغلم نو لاس ئې جوړ تازه د پاره راکړو او د چائے او اوبو ست ئې هم وکړو .

ما وروستو بيا اووئيل چې ګوره حمزه بابا په دې لوئي اژدها کښې په يو څرک کښې په ما پوهه شو چې زۀ ګويا هغۀ ته ګورم او هغۀ زۀ خپل ځان له راوغوښتم او جوړ‎ تازه ئې راسره وکړ‎ل

زمونږ ځواني وه د سکول استاذانې خو لا څۀ  چې په کېمپ کښې د صفائۍ واله هغه چواړيانې ښځې به مو هم په ډېره مينه کتلې. او د هغوئي د خد و خال تعريفونه به مو په خپل مينځ کښې کول. حالانکه خپل ځاني زۀ  د اول نه يرېدونکې او داسې شريف  نما غوندې، شرم ګير غوندې انسان  يم! والله کۀ په دومره قيصو پوهېدم . نو په دغه لار به مو هر سحر او ماسپخين هر هغه چا ته سلامونه وعلېکم سلامونه کول. څوک به چې د روزمره په حساب زمونږ مخې ته تلل راتلل.

ډېرو سره  پکښې اشنا غوندې هم شوم.. د دغه سنېما کسان به هم اکثر بهر ناست وو چې دا سنېما عامه سنېما خو نۀ وه  او عېن د روډ په غاړه وه نو هغوئي کښې به مو هم څو کسان پېژندل . او هوائي سلام وعلېکم سلام به  مو يو بل ته پاس کول.

هغوئي هم داسې ګڼل چې دا د نورو په نسبت ښۀ هلکان دي دومره ورانۍ نۀ کوي نو اکثر به ئې مونږ په عام ټکټ کښې پاس په بالکونۍ کښې کېناستو ته هم پرېخولو.

په دې ورځ  هم مونږ پاس کېناستو هغوي اجازت راکړې وۀ چې پرېږده چې پاس کښېني چې دا لاندې يو څو عادي کسان کوم چې په اوړي ژمي ږلۍ باران کښې هم راځي او ورته دائيمي د فلم کتلو چسکه لکه د کرونېک مرض لګېدلې ده ، په ارام ناست وي چې دوئي ئې چرته تنګ نۀ کړي.

بالکوني څۀ وه يو وړوکې ډبه غوندې کمره وه چې د سنېما د وروستو نه ورته پوړۍ راختلې وې. خېر چې فلم شروع شۀ نو د بهر نه په پوړو د سنېما يو کس راوختو او مونږ ته ئې حکم وکړو چې پاسۍ زنانه راغلي دي هغوئي به دلته کېني. ما ورته اووئيل چې زنانه لاندې کښېنوه ورک شه مړه مونږ اجازت اخستې دے.

هغۀ اووئيل کۀ په حيا کوز شئ نو ښۀ به وي ګني سپاهيان درپسې راولم.!!! دا چونکه په کېمپ کښې د ننه سنېما وه او جوړه هم د دغه سپاهيانو او په کېمپ کښې کارکونکيو د پاره وه. نو مونږ ورته اووئيل چې لاس دې ازاد سپاهيان څۀ چې ضيالحق راوستې شې‌نو هم چې ايله ونکړې. ضیاالحق وخت د دغه چېف مارشلأ اېډمنسټرېټر وۀ۔

خېر يو درې څلور مېنټه پس هغۀ راپسې په رښتيا يو څو سپاهيان راوستل او د ګوتو په ټسه ئې حکم وکړو شابۍ کوزېږئ .مونږ ورته اووئيل چې نۀ کوزېږو څۀ به وکړئ؟ هغۀ اووئيل چې ستا هغه پلار به هم کوزېږي. تۀ خو ئې ځوئے ئې!! يو خو په دې ماته د شرمېندګۍ احساس وشۀ چې د کالج ملګري ما سره راغلي دي زۀ د کالج د ملګرو  نوې نوې صدر جوړ شوې‌ووم بل دا چې د هغۀ دا خبره په ما ډېره بده ولګېده ، چې دوي مونږ‎ په زور کوزوي ۔

د کالج هلکان هسې هم باغيان غوندې وي. دوه درې ځله مخکښې هم څو هلکانو پېغور راکړې وۀ چې ځه مړه دا تۀ څنګه صدر ئې چې تر اوسه دې د کالج د کمرو يوه شيشه هم ماته نکړه. او دا يو موټې پرېنسپل هم نۀ شې سمولې حالانکه هغه پرنسپل دومره خوږ انسان وۀ . چې د هغۀ په نوراني څهره کښې ما ته سمه د خپل پلار شبیهه ښکارېده  او زۀ چونکه پېدائيشي شرخوښې نۀ يم نو چې هر څۀ سم دم روان وو نو ولې مې د کالج د کمرو شيشې ماتولې يا دا مسکين نما غوندې پرنسپل مې تنګولو ؟

عجيبه خلق دي . په هر شي کښې ورانې خوښوي. خېر دلته راته ځان لږ باتور غوندې ښکاره کول هم وۀ اخر دغه هلکانو باندې رعب اچول هم ضروري وو. نو سپاهيان چې په دې پوهه شول چې نۀ کوزېږي نو يو دوه منخني غوندې د کالج ملګري ئې لکه د پيشونګړو د بچو په شان د مرۍ نه ونيول او شاته ئې په دروزه بهر ارتاؤ کړل. چې ما ته ئې لاس را اچولو نو د دوئي نه مخکښې مې يو سپاهي د سېنما د هال په لوري دننه ارتاؤ (لړه)کړې وۀ.

لاندې يو مظبوط درز وشو. ما وئيل بچيانو نيا ابې راباندې په وړوکوالي کښې دوه غواګانې وچې کړې دي دومره پۍ مې څښلي دي چې والله کۀ د اکهاړے د پهلوانانو نه مې هم سترګه سوزېدله. داسې په اسانه مې والله کۀ له ځايه وخوځوئۍ!! درې کسان راجمع شو خو زۀ ئې له ځايه نۀ شوم خوځولې. اخر چې‌ په ديکو کارونۀ شو نو د کوزه مخه صوبېدار صېب سره د دوه درې کسانو تازه دم دستې را وختے او يوه سخا کنځله ئې وکړه زما په خيال دا څوک د کرک خټک وۀ چې سم ئې په پښتو هم پوهه نۀ شوم.

هغۀ اووئيل ئې چې کوزېژې کۀ ودې غربووم سپایانو ورته اووئيل چې دۀ خو زمونږ يو سپاهي کوز غورځولې دے. بس دا اورېدل وۀ نو يوه ډنډه ئې زما سر ته راخلاصه کړه. دا سر مې دروند شۀ او بلکل په سترګو  مې تيارۀ راغله او تودې تودې وينې هم راباندې راماتې شوې .

زر کېناستم. دوئي په ناسته راښکلم او په دروازه کښې د نمر په رڼا کښې چې په ما راماتې وينې ئې وليدلې نو بيا ئې لاس ونيو خو زۀ ئې ډېر په مشکله د سنېما نه بهر کوز  کړم.

ما صوبېدار ته چغه کړه چې د لسو مقابله نۀ شوم کولے خو يو يو رامخکښې شئ. صوبېدار نه مخکښې يو کس نيم رامخکښې شۀ خو صوبېدار په اشاره وروستو کړل..صوبېدار ما ته اووئيل چې ګوره ښۀ به دا وي چې د دې ځايه لاړ شې، هسې به ځان راباندې  خراب کړې.

ما اووئيل دومره په اسانه چرته ځم. خېر سوچ مې وکړو چې لوئي افسر ته ئې شکايت وکړم د ملګرو سره د هغه ځايه روان شوم .

سيدها د دوئي د دفترونو طرف ته سره د ملګرو لاړم. په ګېټ سنتري ته مې اووئيل چې سپاهيانو مونږ د کالج هلکان ټول وهلي يُو او زۀ د کمانډنټ صېب سره ليدل غواړم. يو سپاهي په منډه بل سپاهي ولېږلو او يو دوه منټه پس کمانډنټ صېب خپل دفتر ته دننه کړو چې زمونږ‌حالت ئې وليدو نو فوراً ئې ټېلفون اوچت کړو اول ئې شربت راوغوښتو او بيا ئې د خپل اسسټنټ نه د پوره احوال رپورټ طلب کړو. ډېر په خوږه ژبه ئې اووئيل چې تاسو خو زما وروڼه ئې زۀ د اسلاميه کالج سټوډنټ پاتې شوې يم. تاسو د دې ان پړهو سپاهيانو سره ولې جنګ کولو؟ اخېر تاسو او په دوئي کښې فرق څۀ پاتې شو؟

صبر وکړئ چې زۀ ځان په احوال خبر کړم والله چې دوئي ټولو ته سزا ورکوم. خېر ډېر په تسلۍ ئې مونږ رخصت کړو. د هغه ځايه چې اووتلو نو يو پکښې اووئيل چې دا خو فوځي کرنېل وۀ راځۍ چې پوليټيکل افس ته لاړ شو هغه سول دے او زمونږ د پاره به اېکشن واخلي.

اسسټنټ پولټيکل اېجنټ په خپل دفتر کښې ناست وۀ ،چې زمونږ خبر ورته وشو نو مونږ ئې فوراً وغوښتو خو ما د تلو سره ډېرې بدې بدې خبرې وکړې چې مونږ به داسې وکړو وغېره وغېره. هغه خفه شۀ وئيل ئې چې ګورۍ زۀ د فوځيانو سره څۀ کولې شم؟ صرف ستاسو رپورټ وړاندې کولې شم. ‌بله دا چې ستاسو کوم نقصان شوې دے لکه جامې مو شلېدلي دي نو پېسې درته ليکم او فوراً ئې يو ملګري ته شپږ شلې روپۍ وليکلې چې بهر ناست کس د رقعه په بدل ۱۲۰ روپۍ زمونږ ملګري ته سمدستي ورکړې. زما سترګې سرې وې نو هغه اسسټنټ پولټيکل ته ما د خپلو ملګرو په مخکښې سختې سختې اووئيلې هغۀ اووئيل چې تۀ خو هډو په سړيتوب نۀ پوهېږې.

زۀ درسره نرمه وړم او تاسو رعبونه اچوي. ما ته ئې اووئيل چې داسې ځائے له به دې غېب کړم چې په مياشتو کلونو به دې درک ونۀ لګي. ما وئيل چې لاس دې ازاد..خېر د هغۀ سټينو چې پوهه شۀ چې هلک ګرم دے او نور د صېب بې عزتي کوي نو زۀ ئې د مټې نه په خوږه کښې ونيوم او بهر ئې خپلې کمرې ته بوتلم وئيل ئې چې د صېب سره ولې انخلې؟ صېب خو نۀ ئې وهلې سړيه!!! او مونږ سويلين څۀ کولې شو؟بيا ئې زمونږ پرنسپل صېب ته فون وکړو او د هغۀ سره ئې څو خبرې وکړې. پرنسپل صېب ورته اووئيل چې دا خو ډېر ښۀ هلک دے جنګونه نۀ کوي تۀ ورکه دا فون. چې سټينو صېب ما له فون راکړو نو د رسيور د مائيک والا د خلې نه چې کوم تار زوړند وي هغه ما پاس غوږ ته ونيو او سپيکر مې خلې ته ونيو. سټينو رانه رسيور واخست وئيل ئې خانه په ټېلېفون هم نۀ پوهېږې مړه!!! لکه وړومبې ځل دې فون ليدلې وي.

خېر زما د پرنسپل صېب سره خبرې ونۀ شوې ځکه چې فون بند شوې وۀ خو دا حقيقت وۀ چې ما په وړومبي ځل د ټېلېفون رېسيور په لاس کښې نيولې وۀ او د هېلو او خبرو ارمان مې هم هسې نيم ګړې په زړۀ پاتې شۀ!!

په سبا د کالج پرنسپل صېب  دفتر ته را وبللو ډېرې خوږ‎ې خبرې ئې راته وکړ‎ې راته په ډېره مینه د کالج په کوارټرو کښې یو کوارټر راکړ‎و۔ باقې ورزې شپې مو ھم دلته تر امتحان پورې تېرې کړ‎ې۔ زمونږ‎ د کالج عمارت لا جوړ‎ نۀ وۀ د ھائي سکول په پرائیمري سېکشن کښې مو سبق وئیلو۔

زما د کالج شپې ورزې دومره ښې او خوندورې نۀ وې ځکه چې یو خو د ضیاالحق صېب د ۱۹۷۷ء مارشلأ زمونږ‎ د لسم جماعت امتحانونه ډېر وروستو کړ‎ل خلق په دې ګومان وو چې کېدے شي ھډو امتحانونه ونشی۔ چې کله د لسم د امتحان تاریخونه اعلان شول نو خپل زانی زۀ ورته بلکل ھم تیار نۀ ووم یو خو په خپله بیمار وم نیا ابۍ مې ھم په ھسپتال کښې وه زمونږ‎ په ټول خاندان کښې ایله زۀ د ھسپتال په قیصو لږ‎ ډېر پوھېدلم ۔

ما د امتحان د تیارۍ د پاره د تېرو درې څلورو میاشتو راسې کتاب په سترګو نۀ وۀ لیدلې بس خو په توکل مې امتحان ورکړ‎و چې نتیجه راغله نو زۀ د نیا ابۍ سره په لیډي رېډېنګ هسپتال کښې ایکی یوازې ناست ووم ھسې لاندې قیصه خانۍ ته کوز شوم ھلته ھلکان د اخبار په سټال ولاړ‎ وو خپلې نتیجې ئې لټولې زۀ ھم ورنزدې شوم ما ته خپل نمبر یاد وۀ ماورته نمبر ورکړ‎و ۔

د ګورنمنټ ھائی سکول علم ګدر باړ‎ه خېبر اېجنسۍ د سکول د طالب علم چې ډېر د غریب پلار زوئے وۀ پاس شوې وۀ۔ ګرېډ بی وۀ۔ ټولې نمبرې ۴۷۴ وې په یوه پرچه مېتھمېټکس کښې فېل ووم۔ ځکه چې مېتھمېټکس مو ھډو وئیلې نۀ وۀ او په دغه ورځ داسې د نیم سري شدید بیمار ووم چې د سترګو مې اوښې څڅېدلې او د نقل عادت مې نۀ وۀ، نۀ مې په ټول عمر کښې چرته کړې دے سپلېمېنټري کښې بیا پاس کړ‎و او ټولې 509 نمبرې شوې۔ یوه نمبر د فسټ ډویژن نه کمه وه۔

په ګورنمنټ کالج پېښور کښې ئې په سائنس کښې داخله رانکړ‎ه چې مېتھس مې فېل وۀ نور زما ټول ملګري چې ئې نمبرې کمې وې په ګورنمنټ کالج کښې داخل شوی وو ھم دا رقم سپیرئر سائنس کښې ھم پاتې راغلم نو د سائنس اېف اېس سی دپاره مې په لواړ‎ګي لنډیکوتل کالج کښې مشروط داخله واخسته چې مېتھس به پاسوم۔ مېتھس خو پاس شۀ خو په کالج کښې دنیا بدله وه یو خو د اردو نه علاوه ھر مضمون په انګریزۍ کښې وۀ او انګریزی د ګورنمنټ سکول د متعلیمینو د پاره ډېره سخته وه بیا سکول ھم د قبائیلي اېجنسۍ چرته چې داسې استاذانوبه سبق خئیلو چې په خپله به اېف اے یا بی اے پاس وۀ۔ ھغه هم په دوه درې پېرې د امتحانونو ورکولو نه پس له ۔

زمونږ‎ یو استاذ وۀ الله ئې اوس وبخښه یوه ورځ ئې راته د انګرېزۍ سبق خئیلو۔ نو د یوې جملې ترجمه ئې داسې وکړ‎ه چې انہوں نے مہمانوں کے لئے دو چوزے روسٹ کئے۔ دوه چرګآن  ئې سرۀ کړ‎ه بل ځاې کښې ئې د آلو ګانو سپینولو داسې ترجمه وکړ‎ه چې“علی کی اماں نے آلو کو سفید کیے” چې کله ھلکانو ورپورې وخندل نو وئیل ئې چې لږ‎ صبر وکړ‎ئ زۀ راځم۔ بھر لاړ‎و د بل استاذ نه ئې پوښتنه وکړ‎ه بیا ئې راته بہوننا اورچھلکے اُتارنا ترجمه سمه کړ‎ه چې د داسې استاذانو نه ھلکان سبق اووائي نو کۀ جینئس ھم وی چې زده کړ‎ه ئې نۀ وي ھغه به څنګه ناساپی د داسې مضامینوچې په انګرېزۍ کښې وی پرې سم دست پوھه  حاصله کړ‎ي چې مخکښیني سبقونه یادوی وروستیني ترې تېر وی۔

ما سره ھم داسې وشو دوه کاله مې په کالج کښې سبق اوئیلو خو د یو خراب سرکاري سکول خرابې کارکردګۍ نه راتېر د کلی وطن نه ډېر لرې په مسافرۍ کښې دغربت عفریت په سر ولاړ‎ چې درې سوه سالانه فیس ھم ورته پرې کول مشکل وۀ د پاسه ناوې ښځه چې پلار مور راته په لسم جماعت کښې وادۀ ھم کړ‎ې وۀ د شمنۍ ډار مې ھم مل چې خلقو دا ھم یرولې ووم چې خانداني دشمنان درپسې دلته ھم ګرزی دا ټول ھغه عوامل وو چې ما دو لسم جماعت په سائنس کښې پاس نۀ کړ‎ې شو۔ اصل کښې ما نه ستره غلطي دا شوې وه چې زۀ د ادبیاتو مزاج لرونکې طالبعلم ووم او خوښ کړ‎ې مې ځان له سائنس وۀ چې ھغه وخت د مېډیکل او انجنېئرنګ شاندار مستقبل وۀ قبائلي کوټه سسټم کښې به سېکنډ ډویژن ھلکان ھم ډاکټر ان او انجنئیران جوړېدل زما ډېرملګري نن هم څوک ډاکټران دي څوک انجنېئران دی۔

ما بیا وروستو په ادبیاتو کښې  دولسم د یوې  میاشتې په خوارۍ پاس کړ‎و خو د غریب پلار په ھغو پېسو مې نن ھم زړۀ خفه دے کومې چې ھغۀ دوه کاله په کالج کښې زما د سبق وئیلو د پاره په ډېره مشکله پېدا کولې۔




شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف