زۀ چې د خـپل حـق ترېنه غـوښتنه کـړم

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

جمعہ، 10 نومبر، 2023

زۀ چې د خـپل حـق ترېنه غـوښتنه کـړم

 

غزل 


زۀ چې د خـپل حـق ترېنه غـوښتنه کـړم

وخت د خپلــــو وروڼو زۀ  دښـمنه  کـړم 


ستـــــا د يــؤ ديدن پۀ طمع طمع مــــرم

هاغــــــسې دې لارو  تــه څـــارنه کــــړم 


ستــــا مــــينه  زما پۀ ځاے  د  بـل  سرَه

زۀ  ئې  پۀ  پخــــو  ټکــيو غنـــــدنه کړم 


هېڅ تــــرس د يار پۀ زړۀ کښې نه راځـې

ډکه کۀ د اوښــــکـو مــې لمــــــــنه کــړم 


ما چې تـــــرې امــــــيد د خوشحالو کوۀ 

هاغـــــه  خلقو  عمــــره  لۀ  غمژنه   کړم 


مينه کښې دې ياره خـــــــــــونړے شومه

هـــــره ورځ  د  خپــــــل ارمان وژنه کړم 


شپه ده زۀ سپـــوږمۍ ستـوريو ته ګورمه

ستـــــــــورو نــه ثمينه ســــتا پښتنه کړم


#ثمين_الله_ثمين

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف