د ډاکټر صاحب شاه صابر څو شعرونه
دا د ازار په ډېرۍ اوختل ازار به مومي
دا چا چې جنګ وکړو دا خلق به سبا خفه وي
________________
څۀ پيکه پيکه لوګي لوګي ماحول دے
کله کله خو مې ساه په کښې ساه ساه شي
________________
د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لاړې
بڼونه ختم شو، سحر خفه، هوا خفه وي
________________
ستا د اوږدو زلفو بلا واخلمه
ګرځې سرتوره د نظره نۀ شې
________________
يا لوپټه مروړي يا شونډې چيچي
لفظونه زوري چې خبرې کوي
_________________
زمونږ لمنې هسې تورې نۀ دي
زمونږ په غرونو کښې ګورګورې کېږي
Post a Comment