کلام
یـــو خــوا غــربـت دے د پــیــــسـې د لاســـه
بــــل خــــوا ګــــرانـــــی ده د روژې د لاســه
د اٸـــینـــی پـــه صــلاح قــــتـــل شــــومـــه
مـــا ســــــره وشـــــــــوه آٸـــــينــې د لاســـه
پــــه خـــپـــل ارمـــان مـــې خــاورې واړولـې
د دې نــــاتـــــــرســــــه زمـــــانـــــې د لاســـه
نـــاصــح رښـــتـــيا وې، مــےخـانـې ته مۀ ځه
فـــســاد شــــو جــــوړ د مــےخـانــې د لاســـه
پـــه مــا دے ســل کارونـــه وران پـــرېښــودل
شــــوم تـــاوانــى سـتــــا د قېــصــې د لاســـه
ورور شــــــــو د ورور د لاســه قـــــتــــل آخــر
دا نــــفـــرت جــــوړ شــــو د پيــســې د لاســه
چــې پــرهــېــزګار وۀ عــــــزازيـــل يـــادېـــدۀ
شــيــطـان مــردود، شــــو د ســـجــدې د لاسـه
بـــاٸيلــلــےجـــنــګ کــــۀ دې ګــټـــلے دے نــــو
دا هـــــم د پـــېــغـلـــې پـــــښــــتنــې د لاســـه
نـــازه! ټــول ښـــار کښــى پــه مـجنون يـادېـږم
دا کانـــــې وشــــــوې د هــــــــغـــــــې د لاســـه
روزی خــــان نااااااااااز
کانـــجـــو ســـــــوات
Post a Comment