صاحب شاه صابر صېب / دَ پرهـــــر ژبــــه مې هغسې ګـــويا ده

شاعرې

Thursday, April 4, 2024

صاحب شاه صابر صېب / دَ پرهـــــر ژبــــه مې هغسې ګـــويا ده

 


۰۹ مارچ ۱۹۵۶ / ۰۳ آپرېل ۲۰۰۷

الله تعالیٰ دې دَ صاحب شاه صابر صېب جنت الفردوس نصیب کړي ـ آمین یا رب 



دَ پرهـــــر ژبــــه مې هغسې ګـــويا ده

خو دَ زړۀ درزا مې ستــړې ده ساه ساه ده


دَ مئينـــــو زړونه مـــۀ مــــاتوئ خلـــکه

پۀ دې ښـــار کښې دغـــه لږه شــان رڼا ده


مـا دَ ميني دُنيا ؤمـــونده غني شـــوم

خلکـــو وې چې پۀ دُنيـا کښې خو دُنیـا ده


چې دَ زړونــو آئینې پکښې زنـګ آخلي

 یره دا لا څنـګه ښـــار څنـګه هــوا ده


دَ رقیب په خُلۀ کښې څنګ ښکُلے تاثیر دے

هــر څوک وائي چې مئينـو ته ګُناه ده


چی پۀ خپلو کښې پُښتـو وئیلے نۀ شـو

 پۀ دې څۀ کۀ پښتــانۀ یُو پښتــــونخـوا ده


دَ آرمان پۀ ستـرګو لږه شان رڼا شـــوه

راختــــونکې چرته ستــــــرګه دَ سبــا ده


مـا پۀ دې دُنيـا کښې مـۀ چېړه ناصحه

هغـه بلـه دُنیـا ستــا سهي چې ستــا ده


دَ قیامتـــه هـــــر ســــــړے داسې يرېږي

 لکه هــر ســـړي چې کړې څۀ ګُناه ده


دَ نظر پۀ زور دې څوک غاوره نۀ شي

ما پۀ غشو کښې پیرلې خپله سـاه ده


دَ خودۍ نشه ئې ماته شــوه پۀ ســـر کښې

دَ "صابر " دَ خود سـرۍ دغــه ســزا ده


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف