غزل
د بڼو لاندې په چل چل څومره مزه وه پکښى
تا به کـتل ما به کـتل څــومره مزه وه پکښى
هاغه يو شپه چې ګړ ګړو بابا اسمان راچوو
زړونه بى واره درزيدل څومره مزه وه پکښى
ماشوم ووم مور سره به تلمه ماما ګـانو کره
هغـوې به مونږ کره راتلل څومره مزه وه پکښى
د لــــوٸى لارې هغه ګـور توت ته به وختـــمه
ما به څـنډل تا به خـوړل څومره مزه وه پکښى
تا چې به ما پورې خندل هغه دې ياد دى کـه نه ؟
مــا جې به تا پسې ژړل څــــومره مزه وه پکښى
عـــــــــــــزيزه ستړے شومه پوزې له راغـلے يمه
وخـــته راٶګـرځه يو ځـل څــومره مزه وه پکښى
Post a Comment