مونږ د امن پلويان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
پۀ زړۀ سپين يُو سادګان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
تا کۀ يو قدم راواخست مونږ به دوه قدمه درشو
مونږ د صلحې پۀ ارمان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
د قلم پۀ ځائې زمونږ د بچو لاس ته ټوپک راغے
دا پۀ کوم طرف روان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
تۀ کۀ ځان ته انسان وايې بشري حقونه غواړې
مونږه هم دا ستا پۀ شان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
مونږه پوله پټۍ تر د زور زياتي پۀ اوبو نۀ کړو
تل پۀ طمع د باران يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
کۀ نهر يُو کۀ ماړۀ يُو هېڅ ګیله لۀ چا نه نۀ کړو
پېروکار د باچا خان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
پښتانۀ يُو لۀ فِطرته ازلي پۀ برخه خوار يُو
تل لۀ پوزې اویزان يُو د جنګونو خلک نۀ يُو
#فضل_الرحمن_فطرت
Post a Comment