پۀ ژوند کښې کله هم ریا کاري مې کړې نۀ ده
د چا سره هم مینه بازاري مې کړې نۀ ده
عاصي یم ګناه ګار یم خو پۀ یور رب مې ایمان دے
قسم دے د بندیانو بندګي مې کړې نۀ ده
کۀ اوږے یم کۀ موړ یمه پۀ خپل پوزي کښې خو یم
یاري دوستي کوؤم خو چاپلوسي مې کړې نۀ ده
غمونه خورم دردونه خورم د بل حقونه نۀ خورم
آزار شوم خو د چا دل آزاري مې کړې نۀ ده
د رب د خزانو نه راته ډېر څۀ پۀ لاس راغلل
چې څۀ ئې راکړل هغومره خواري مې کړې نۀ ده
د هر چا سره پالمه وروري تر خپله وسه
د هیچا سره هم دُکانداري مې کړې نۀ ده
دا څۀ چې تاسو وینۍ د سراج د زړۀ آواز دے
کۀ هر څۀ ئې ګڼۍ خو شاعري مې کړې نۀ ده
سراج الدین سراج
"د شعور انګازې"
ایک تبصرہ شائع کریں