غزل
................................
په اور ستی شو په هيڅ چل نه اوځی
زما د ژوند د پړی ول نه اوځی
يار خو راغونډے کړلے زلفے خپلے
زما. د ذهن نه ځنګل نه اوځی
مزل له ځانه را چاپير کړمه ،خو
زما د لارے چاپيرچل نه اوځی
سر مي دے ايښے په بالخت د کاڼی
خوب مے له خياله د څنګل نه اوځی
زه غزالي سترګو هير کړے يم ، خو
زما د فکر نه غزل نه اوځی
شناسه ! پاتے دې يادونه راته
يار مے د زړه نه مکمل نه اوځی
..............................................
ګوهر شناس (ولايات المتحده الامريکېه)
Post a Comment