فلسفيان
............
محترم مشر رحمت شاه سائل صېب د سوچه شاعر سره سره په شخصيت هم بيخي سوچه دی د دغه سوچه کردار يې د نورو خويونو سره يو خوئي دا هم دی چې ډېر ښه اورېدونکی دی چې خبره ورته کوی نو پوره متوجه وي او کله کله خو بيخي په خبره کښې ډوب شي لکه تېر کال مونږ په کابل کښې د حاجي ګل اسد دانش مېلمانه وو, ډير محترم ميا صېب وکيل شاه فقير خېل, راشد خټک او زه په يوه کوټه او سائل صېب, ښاغلی فضل زمان شلمان, اسير منګل صېب, شير ولي خان اورکزی او ګران مشال شلمان په بله د يو هال غوندې لويه کوټه کښې دېره وو.
زه به د شپې د سائل صېب سره تر څه وخته د هغوي په کوټه کښې مشغولېدم هم دغسې يوه شپه ورغلم, سائل صېب غزېدلی وو او کمبل يې په پښو راښکلی وو, زه يې پښو ته کښېناستم د پاڅېدو زور يې وکړو خو ما يې پښې ونېولې, ما وې مشره! پاسئ مه, زه درته دلته کښېنم بس هم دغسې مشغولېږو, ګپ مو لګولو, سائل صېب په خپلو خبرو کښې يو شعر ووئيلو:
رنګ دې د سړي دی خوئي لری د چارپايانو
شين بوټی چې وينی د کمره پسې رغړی
بيا يې وئيل, دا د حافظ الپوري شعر دی, ته حافظ الپوری پېژنی؟
ما ورته عرض وکړو, مشره! يوه قيصه وکړم؟
سائل صېب وې, ته به لا قيصه کوی او پوښتنه هم کوی, هاله کنه قيصه وکړه,
ما ورته وې, پخوا به د دير, سوات او داسې نورو شا وخوا سيمو خلک هشنغر او دوابې ته د څه غرض لکه د ګوړې يا داسې نور څه سودا پسې راغلل او په شريکو حجرو کښې به مېلمانه شول, دا به هغه خلک وو چې اکثر به يې خپل کارونه خلاص کړل نو بيا به يې د مانځه په وخت جومات ته مخه وکړه په جومات کښې به د چم مالت خلکو وليدل چې مېلمانه دي نو د ځان سره به يې حجرې ته راوستل او راشه درشه به يې وشو, دغسې يو وار دوابه کښې په جومات کښې دوه ځلمي مسافر راغلل, مشرانو د ځان سره د ماسپښين د مانځه نه پس حجرې ته راوستل, د اوبو خوړو او دمې نه پس مشرانو د مېلمنو نه پوښتنه وکړه چې د کوم ځايه راغلي يئ؟
مېلمنو ووئيل چې د سوات نه راغلي يو,
بيا يې ترې وپوښتل, په سوات کښې د کوم ځائی يئ؟
مېلمنو ووئيل, په سوات کښې د الپوری يو.
د الپوری د نوم اورېدو سره په حجره کښې ناستو ځوانانو يو بل ته وکتل او په سترګو سترګو کښې يې څه خبرې وکړې, مشران تر څه وخته په حجره کښې ناست وو بېا يې مېلمنو ته ووئيل چې تاسو د څه وخت د پاره دمه شئ, ځوانانو ته يې د مېلمنو د پام تاکيد وکړو او کورونو ته روان شول.
چې مشران رخصت شول نو ځوانانو د حجرې ورونه پورې کړل په مېلمنو يې راباندې کړل او ښه يې ودربول, د شور زوګ سره مشران او کلی څه چې په کورونو کښې ښځې هم خبر شوې, ټول کلی په حجره کښې راغونډ شول, ځوانان يې ښه وڅنډل, وئيل داسې بې پښتو کار مو وکړو چې په خپل ځائی کښې مو د مېلمنو بې عزتي وکړه دنيا ته مو وشرمولو, بيا يې د مېلمنو دم دلاسه شروع کړه وئيل ستاسو د بې عزتۍ به حساب کوو او د انصاف او پښتو فېصله به کوو,
دغه مېلمنو ووئيل چې تاسو هم پښتانه يئ منو چې زمونږ فېصله به وکړئ خو ددې ځوانانو نه لږ دا پوښتنه کوو چې آخر مونږ يې ولې ووهلو؟
مشر ووئيل, هو دا خو حتمن کوو بيا يې ځوانانو ته مخ راتاؤ کړو چې ټيټ سرونه ملامته ولاړ وو, يو تن جواب راکړئ, دا دومره کچه کار مو ولې وکړو, دا مېلمانه مو ولې ووهل؟
ځوانانو د ملک کاکا ځوي ته وکتل, ځوان وې, دلته د هرې سيمې نه مېلمانه راځي او مونږ يې درناوی کوو, مونږ هم په ډېرو پښتنو سيمو کښې مېلمانه شوي يو او خلکو مو قدر کړی دی دسوات نه خو دلته بلها خلک راځي او مونږ يې د زړه په مينه نازؤؤ خو زمونږ د هشنغر نه يو حافظ تلی دی په الپوره کښې دېره شوی دی, مونږ ته يې د بلها شعرونو نه اندازه شوې ده چې د الپورې د خلکو نه يې بلها سر ټکولی دی هغه ډېر په ادبي پېرايه کښې شعر يې هم داسې دی چې د خپلې بې قدرۍ ګيله ده:
باز په جاله کښې چا نه دی پېژندلی
قدر نشته د حافظ په الپورۍ کښې
بس مونږ په دغه خبره قار وو او صلاح مو کړې وه چې د الپورې خلکو ته به خپله ګيله رسووو, څنګه به يې رسوو په دې لړ کښې به مو فکرونه کول چې دا خلک راغلل او دا پېښه وشوه, مونږ دې ته غاړه کښېوده چې د جرګې مشران ددې بې پښتو کار هر څه سزا راکوي, پېغور او تهمت ته هم غاړه ږدو خو دا ګيله د الپورې خلکو ته رسوو..
ما داسې سائل صېب ته وکتل, ماوې مشره ددې قيصې نه مې مطلب دا وو چې حافظ الپوري ښه په زور زېر پېژنم.
سائل صېب بيخي په قيصه کښې ډوب وو, سر يې وخوزولو داسې رانېغ شو, وئيل, واه واه, هن, هن , هن, دا پښتانه څنګه خلک وو؟ فلسفيان وو فلسفيان...
Post a Comment