چې مې کله کړو رقيب نظر اندازه
خوند مې واخيستو له يون او له پروازه
اوس به تۀ هم په دې اور کې سوځل کېږې
هر عمل رد "ې"عمل لرې غمازه
چې په خپله خوښه ژوند وکړم ما پرېږده
يم بېزاره ستا له داده او اعزازه
محبت کې چې زهير شي نو خبر شي
حقيقي مينه پېلېږي له مجازه
څۀ کول دي او څۀ نۀ کول دي ژونده
که خدای بيا راسره مل کړې له اغازه
هغه تل اوسي زما د زړۀ په کور کې
خبر ځکه دی ليکوال زما له رازه
ـ
امير ليکوال
ایک تبصرہ شائع کریں