د يارانو پۀ يارۍ ـــــــــــــــ باندې ژوندے یم
د اُلفت پۀ جوارۍ ـــــــــــــ باندې ژوندے یم
ژوندانۀ له ــــــــــــ څۀ نۀ څۀ جواز پکار وي
د صنم پۀ دلدارۍ ـــــــــــــ باندې ژوندے یم
ژوند کول خو د ــــــ ژوندو خلکو روزګار دے
پۀ کړون او پۀ خوارۍ ــــــ باندې ژوندے یم
دا زما د رب پۀ ما ـــــــــــــــــــــ مهرباني ده
پۀ نېستۍ کښې پۀ مستۍ باندې ژوندے یم
څۀ ناسازي دي چي ـــ وخت پۀ ما او نۀ کړې
خو بيا هم پۀ دنياګۍ ـــــــ باندې ژوندے یم
د هر چا ژوندون له ـــــــــــ خپله وسيله وي
زۀ پۀ خپله خوددارۍ ـــــ باندې ژوندے یم
سراج نور لۀ خدايه ـــــــــ څۀ غواړم يارانو
د پښتو پۀ شاعرۍ ــــــــــ باندې ژوندے یم
سراج الدين سراج
"غم نم او صنم"
ایک تبصرہ شائع کریں