ما وې څوک یې ؟ او د چا سره دې کار دے؟ / سمیع الله ګران

شاعرې

جمعہ، 23 فروری، 2024

ما وې څوک یې ؟ او د چا سره دې کار دے؟ / سمیع الله ګران

 


احوال

زۀ چې کله لا په تا نه ووم مئین نو

حافظه مې ډېره ښۀ وه د زړۀ سره

ښۀ شعرونه به د هر چا راته یاد وو

معلومېږي مئینتوب یم زورلے

زۀ د داسې یو ذهني اذیت ښکار یم

حافظه مې دې مقام ته رسېدلي

چې مې تېره ورځ د خپل دویم نمبر نه

کارونکے نمبر ډائل کړو غوږ غوږ ووم

څه پېغام راته مېلاو نه شو جواب کښې

بیا مې ورستو یو مس کال جوال کښې پروت وۀ 

څه سعت وروستو مې ځان ته مېسج اوکړو

ما وې څوک یې ؟ او د چا سره دې کار دے؟


سمیع الله ګران.

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف