غزل
دا د لېــــونتوب چپې په ما راځى
کله کله ځان پورې خـــــندا راځى
ګــــرځمه د مــــــــينې تخم نولمه
نور څه راله نه راځى هم دا راځى
څاڅکې شو شېبى شولى حجرى ته ځم
يار مى په باران کښى خامـــخا راځى
هر چـــــــــا ته د زړه خبرى وکـــــړمه
ما له نه دروغ او نه رښتـــــيا راځى
ورشه رقـــــيبانو ته مــــــى ووايه
نن به زمونږ کلى ته اشنـا راځــــى
بيا به ورته ټول ښـــکلى راټول کړمه
دا زما عـــزيز چې کله بيا راځــــــى
ایک تبصرہ شائع کریں