ماښام خټک / اشنا کېدی شي بل وي يارانه مې نه ده پرېښي

شاعرې

ہفتہ، 24 فروری، 2024

ماښام خټک / اشنا کېدی شي بل وي يارانه مې نه ده پرېښي

 


اشنا کېدی شي بل وي يارانه مې نه ده پرېښي

مرشد به مې څوک خپل وي آستانه مې نۀ ده پرېښي


سپرلی به مې معلوم کړي دغه طمع ترې لرم

مکان مې بدل کړی ویرانه مې نۀ ده پرېښي هم


پۀ زړۀ کښې به خفګان لري د عصر لمونځ قضا شو

د ښار امام ته وايه عصرانه مې نۀ ده پرېښي


ازغي يې که راکړي پۀ ډالۍ کښې دي ما وړي

خو وادې وري ! د ګلو نذرانه مې نۀ ده پرېښي


منمه ! پۀ کيسه کښې به ستا ذکر قدر نۀ وي

کردار دی را معلوم دی افسانه مې نۀ ده پرېښي


ماښامه ! دا کېدی شي چې ددې زمانې نۀ يې

خو وخت به لږ بدل وي زمانه مې نۀ ده پرېښي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف