سراج الدين سراج

شاعرې

پیر، 8 جنوری، 2024

سراج الدين سراج

 



زما د پينځۀ ؤ شعري مجموعو

1.پهې پۀ پرهر

2.داغوانه مې خالونه کړل

3.د شعور انګازې

4.ژړا پۀ ترنم کښې

5.غم نم او صنم

هغه قطعات کوم چې د حروف تهجي د اول حرف "الف" نه شوروع کيږي.تاسو ته پۀ يو ځائے ډالۍ


اخرت کښې به ــــــــ عمل د لارې مل وي

لکه دلته چې ــــــــــ عمل د لارې مل دے

دلته هم ـــ د ښادې ورځې نه محروم يو

مرګ نه پس هم ــــــ د عمل ردِ عمل دے

5    

اخلې ترې فائده ــــــ او کۀ ترې نۀ اخلې

ژوند د واورې ګټ دے ـــ ويلي کيږي به

څنګ ئې تېروې ـــــ خوښه دې خپله ده

ستا پۀ واک کښې نۀ دے خو تيريږي به

5   

آزادي ورته ــــــــــــ هرګز وئيلے نۀ شو

چې د رائے پۀ اظهار باندې ـ قدغن وي


حق پرست پۀ زندانونو کښې پراتۀ وي

سربالا پکښې ـــ د څېلمې دروغجن وي

5.   

الله ئې سرخرو کړي ـــــ چې پۀ نېغه لاره درومي

ازار چې د بل اخلي ــــــــــــ  د ازار پۀ طرف ځي

د ښو صله نيکي ده ـــــــــــــ د بدۍ صله بدي ده

چې مرګ د ګيدړ راشي ـــ نو د ښار پۀ طرف ځي

5                

اوسو پۀ انګار کښې ـــــــــــــ انـتظار د پسرلي کوؤ

اوس هم پۀ زړه ماته کټوۍ کښې ـــــ کشمالي کوؤ

زېړې ګونې ګرځو ــــــــــ ولږو تندو سره مخ اوسو 

دېرش روژې چې اونیسو اختر کښې خوشالي کوؤ

4

اوکړه تماشه ــــــــــ پۀ خپله مخه ځه

تشه تماشه ده ـــــــــــــ د دنیا ژوندون

بس د خوب لیدۀ دي ترېنه خوند اخله

کړې ده د چا سره ــــــــــ وفا ژوندون

4             

آهونه ژړاګانې ــــــــــــــــــ واوېلا راته ښکاريږي

والله کۀ پۀ دوربیین کښې هم رڼا راته ښکاریږي

تر څو به د مظلوم ــــــــ د بېوسۍ پۀ تماشه یو

تر کومې به منظر ــــــــــ د کربلا راته ښکاریږي

   2

ارومرو به وروڼو ـــــــــــ دا وطن ګل و ګلزار شي

انصاف کۀ یقیتي شي سل پۀ سله خواندګي شی

کۀ دغسې روانه وي ـــــــــ دا څنګ چې ده روانه

والله کۀ پۀ قلاره  باندې ـــــــــــ تېره زندګي شي

 3

افسوس پۀ دې نۀ دے چې ننګ پۀ پښتون رور نۀ کوې

الميه دا ده چې ــــــــــــــــــــــ تۀ ننګ د سره پېژنې نۀ

ستا پۀ رګونو کښې اُوبۀ دي ــــــــــــــ کڅۀ وينه نۀ ده

د پښتنې وينې غورځنګ ـــــــــــــــــــ د سره پېژنې نۀ

3

انټرنټ عجیب ایجاد ـــــ دنیا ته راغے

پۀ بېمیثله عنایاتو ئې ـــــ ـــ ماړۀ کړو

د فائدے سره سره یې ــــ تاوان راکړو

د طبعي عمر نه مخکښې ئې زاړۀ کړو

3

انسانان واړه ـــــــــــ د يو کالۀ کوړمه ده

غټ او کچ زمونږ ـــــ د ذهن پېداوار دے

دا چې څومره ــ بې وسی پسماندګی ده

بل څوک نۀ دی دا نظام ئې ذمه وار دے

1          

انسان ورته پۀ سپکه سترګه ګوري ولې بیا هم

د زړۀ د کومي ټول مني ـــــــــ د سپي وفاداري

ګاونډ کښې د بې وسو ـ د سلګو نه خبر نۀ وي

پۀ تندر دې سړه  شي ـــــ د بې حسو مالداري

3

 اوس به ئې اسمبلۍ ته ـــــــــ خامخا  لېږو

کړے ئې پۀ مونږه ـــــــــ نېک نظر چې دے

ګورۍ د تیارو نه ئې ـــــــــــــــــ را اویستو

مونږ له ئې جوړ کړے ټرانسفار مر چې دے

4

اوس پکښې څۀ نۀ کېږي ـــــ راپېښه ده

غُور څوک پۀ زیارت لۀ خدایه نۀ غواړي

هم مې ځوروي ـــــــــ هم وائي ژاړه مۀ

هسې بې سببه خو ـــــــــ څوک نۀ ژاړي

3

                  

اوسوزي چې غوښه نو سکارۀ شي بیا ئې اُو نۀ خورې

داسې غوښه څنګه ـــــــــــــ ښه کېدے شي د پېتئ نه

ورور چې دې بې ننګه شي ــــــ د غېر پۀ پره اودرېږي

تندر دې پرې پرېوځي ــــــــــــــ چې دانګي د بغرۍ نه

3

اختر نوم د خوشالو دے ـــ خوشالي چې چرته نۀ وي

بیا خو اومنۍ چې هلته ـــــ اختر نۀ دے  محرم  دے

چې د لوږو سره مخ وي ــــ د هغو  به  څۀ  اختر  وي

دا د هغه خلکو حق دے ـــ چې پۀ چل د رب کرم دے

2

اصول دي چې د هر يو عمل ـــ خپل ردِ عمل وي 

چې داسې دې کوله نو ــــــــ بس دا خو به کېده 

اوس غوږ شه نتيجې ته پۀ انجام ئې غور اوکړه 

د دغسې لانجې نه خو به ـــــــــــــ داسې رغېده 

2

الله منو رسول منو ـــــ روژے نیسو مونځونه کړو 

رشوت اخلو حرام خورو ـ د الله او رسول نہ منو 

کتاب د الله منو خو ــــــــــــــــ قسم او تلاوت له 

پہ دې کښې چې لیک دي ھغه واړہ اصول نۀ منو

1

اوبۀ د سره تېرې وي ـــــــــــــــــ د ځانه چې خبرېږو

ګلونه به تالا وي ـــــــــــــــــــ د بوستانه چې خبرېږو

زمونږ مخې له څوک راځي زمونږ د جواب څوک دي

ګوزار راباندې شوے وي ــــــــــ د شا نه چې خبرېږو

4

اوخانده د زړۀ دنیا ــــــــــــ مې ورانه که

پړق شه ګړزهار شه ـــــــــــــ تندرونه شه

ښکېل مې کړه پۀ پېچ و خم زلفانو کښې

دار  شه هتکړۍ شه ــــــــــ زنځیرونه شه

1

اویا کاله ــــــــــــ پۀ لړزان شو

هم د ځان شو هم پۀ ځان شو

مونږ د زمکې ـــ تل ته کوز شو

خلک ستوري ـــــ د آسمان شو

4

اویا کاله کښې ـــــ منزل تر لاسه نۀ شو

کۀ هر څو مو پسې منډه ـ پۀ تُندۍ کړه

د مرام هما اوس نۀ ښکاري ـ پۀ سترګو

او ئې نۀ ویشته خو ښه ئې ګړندۍ کړه

2

اهلیت پۀ هغه ځائې کښې ـــــــــــــ پکارېږي

چې کوم ځائې کښې ـ د قانون حکمراني وي

چالاکي چاپلوسي زور ــــــــــــ اهم هنر شي

چې انصاف چرته کښې نۀ وي من ماني وي

3

ایجادات د سائينس ـــ بېشکه عنایات دي

هر یو شے د آسانۍ ـــــــ د پاره ساز  دے

ځینو ځينو د انسان ــــ سکون غارت کړو

پۀ وسله او لاؤډ سپیکر مې اعتراض دے

3

ایمان پۀ چا کښې نشته ـــــ تش د نوم مسلماني ده

د چا پۀ بډه پیاز دے ــــــ او د چا پۀ ګیره خس  دے

د ځان اصلاح څوک نۀ کوي خو بل ته نصیحت کړي

اخته پۀ دې مرض باندې ــ د څېلمې ټول اولس  دے

3

ايدهي مړ شو سترګې ئې بل ته عطيه کړې 

بل سړے به اوس پۀ دې سترګو ليدے شي 

سترګې هغه دي بېشکه ـــــــــــ خو ملګرو 

د ايدهي پۀ نظر ـــــ څوک چاته کتے شي 

  2

اينټي بائيوټيک کۀ ــــ ملټي وټامن دي 

د برداشت قوت د هر څۀ نه سېوا دے 

دا قوت کۀ پښتنو کښې ـــ را پېدا شي

پښتون قام د هر يو قام نه سربالا دے

1                     

اے پښتونه ــــــــــــ اے جاهله مسلمانه

تۀ به څو پورې ـــــــ د غېرو ګوډاګے ئې

خپل پردي کښې ـــ امتیاز کولے نۀ شې

بس خو هسې د ړاندۀ د لاس غرګے ئې

1       

اے ستورو جواب راکړئی چې اشنا به چرته وي 

زما د سترګو تور د زړۀ رڼا ــــــــــــ به چرته وی 

يادونو چې  د چا مې دي ــــــ خوبونه  تښتولي 

چې خاندي به هغه کۀ ـــــــ پۀ ژړا به چرته وي 

سراجه دوه مئين چې لۀ يو بله ــــــ جدا کيږي 

ددې نه بله سخته  ــــــ پۀ  دنيا  به  چرته  وي

 2            

اے قادره ربه ــــــــــ نو

څۀ به درته ـــــــ اووېم

ستا دا مخلوق څۀ کوي

ته علیم خبیر ئې ــــ نو

4

اے ناصحه ـــــــ   اول دا دنيا جنت که

بیا مې بوځه چې پۀ کوم لوري مې بيائې

دا جنت وطن دې ــ ما ته سُور دوزخ کړو

د جنت د باغ ــــــــــــــ ګلونه راته ستائې

1               

اے ناصحه نصیحت  راته کوې  خو

څۀ نه څۀ عملي حق دې هم ادا کړه

زۀ  به کېږدمه پۀ  زړۀ  د  صبر  ګټه

خو تۀ ما له  دغه  ګټه  را پېدا  کړه

3

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف