دا د پښتو ژبې د غزل بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواري

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

پیر، 11 دسمبر، 2023

دا د پښتو ژبې د غزل بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواري

 



د 5 مارچ 1999نه تر مارچ 2004 پورې زه د ارواښاد مشر سلطان محمد صابر صيب سره د اووه ورځني "هېواد " اسلام آباد په حيث د ايډيټر ملګرې وم دغه دوران کې مې ډير ليکل کړي دي چې د اخبار په صفحو کې خوندي دي نن راته د ارواښاد اکرام الله باچا په ړومبۍ شعري ټولګه ليکې ليک لاسو ته راغې نو له تاسو سره شريک کوم هيله من يم چې خوښ به شي.ستاسو اقبال حسين افکار(جنوري 2003)

*****###### د ګران غزل زما غزل#######*****

پوه دې شي ارباب د غزل -------- بيرته شو بل باب د غزل 

ژوند شولو نغمو ته جوړ ----------سر چې شو رباب د غزل

ګرانه  مبارک   دې   شه ---------- شو جوت نصاب د غزل

در به کړي هوښياره نشه --------- دا  نوي  شراب  د  غزل

ګرانه درته ګران نه شي ---------- دا  غزل  ځواب  د  غزل

دا د پښتو ژبې د غزل بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواري د غزل نما نظم هغه شعرونه دي کوم چې بابا د ارواښاد اکرام الله ګران باچا په واده ليکلي وو او د ګران باچا په ړومبۍ شعري ټولګه د سريزې په توګه چاپ دي.حمزه بابا د آخيري شعر نه د ګران باچا د واده نيټه هم راويستې ده.حمزه بابا د سهرې د روايت نه يو خواته ليکلي ده.دا حمزه بابا دا سهره که يو خوا ته د ګران باچا د واده سهره ده نو بل خوا د هغه د غزل سهره ده.د حمزه بابا ددې سهره مونږ ته دا هم را ښايي چې مشران څومره سپين سپيځلي خلق وو څومره اخلاص او مينه ورکې وه.حمزه بابا دغه وخت د شهرت په بام ختلے وو او د اکرام الله ګران باچا ځواني وه.يقينا چې حمزه بابا لوې شخصيت وو دغه رنګ درانه شخصيتونه تل د خپلو کشرانو د علمي,ادبي,او هنري استعداد اعتراف کوي او که څه کمې بيشې وي هغه په ور ګوته کوي.ولے نن زمونږ په ټولنه کې د مينې خلوص ځان ځاني ډلے پرې نيولے دے. سايل په ځاې وايي چې څوک ناقدان دي هغه انتقاد نه کوي او چې څوک د نقد په لار نه وي تير شوي هغوي ناقدان دي.امکان لري چې هم دغه وجه وي چې محترم اکرام الله ګران باچا د چا سريزه يا ديباچه په خپله شعري مجموعه "زما غزل " نه ده شامل کړې.په داسي حالاتو کې ګران باچا له داسې کول پکار وو.ولے چې محترم ګران باچا د ډلو پرو تل يو خواته پاتې دے.ولے چې هغه يو سپيځلے شاعر,اديب دے هغه د حسن ليواله او مينې پامته داره دے په فکري حواله ګران باچا سوچه پښتون مسلمان دے خو په دين کې انتهاپسندي نه مني ولے چې دين اسلام خاصه ميانه روي ده او انسان ته د صبر تلقين کوي او د خداې د مخلوق سره د مينې درس ورکوي.د ګران باچا د ژوند لاره د اعتدال لاره ده او د خداې د مخلوق سره دمينې لاره ده.

نظره پام کوه په کوم لوري ګورې غوټۍ

  ستا د قدم  لاندې ريچې شولے سمسورې غوټۍ

مونږه ازغي يو خو بدنام يو ژبې ګونګې لرو

دوي عاشقان دي شوکوي چې مو زړه پورې غوټۍ

چې د صر صر په هواګانو هم رقصونه کوي

ګرانه ښکاريږي کم نظرو ته شمکورې غوټۍ (اکرام الله ګران)

ګران باچا د خپل ړومبي شعوري مجموعې "زما غزل " تړون د مشرې خور په نوم کړې دا هغه مينه ناکه خور بي بي وه چې د ګران باچا د جيب د کاغزونو پرزې سمبال ساتلے نن که د ګران باچا شعري مجموعه زمونږ لاسو ته راغله نو په دې کې ددې پښتنه مينه شامله ده اروا دې تل ښاده وي.خور د مينې يو سيمبولک دے "پښتانه وايي د خور مينه په ورور او د ورور مينه په وچ " 

دخيال جنت کې وسه تل د محبت د لاسه

زمکه که تنګه ده په مونږه د غربت د لاسه

د ژوند خوږو د بې لحاظه خلقو خولې خواږې کړې

مونږه تراخه تراخه ګوټو د مروت د لاسه

په خود سرۍ زما الزام خو ښه شوه پورې نه شو

ګرانه که سر مې دې محرومه د شفقت د لاسه

  ګران باچا نظمونه هم وييلي دي خو ډير کم په دې مجموعه د خپلو ړومبو ورځو يو نظم شامل کړې دے چې هنري معنوي حواله شاهکار نظم دے دا په دې چې په دې موضوع زما له نظره پښتو کې نه دې تير شوے. زمونږ ټولنه کې حرامي ته ډير سپک نظر کتلے شي حالانکې په دې عمل کې دده څه عمل دخل نه وي او نه يو مور په نس بچې وژلو ته تياريږي.داسي کول هم د انسان د قتل په زمره کې راځي په ټولنه کې د عمل و دانش فکر و فن خاوندانو ددې عمل د مخ نيوي دپاره خپل صلاحيتونه کارول پکار دي. ګران باچا د يو حساس شاعر په حيث په دې موضوع نظم ليکلے او خپله ذمه واري يي په ښه جوړ له پوره کړې ده.ګران لکه د اباسين په غورځنګونو هر څه په يو مخ له ځانه سره نه وړي.ګران لکه د جيندي په قلار قلار مزه مزه د خپل منزل په لور روان دے د هغه په دې خاموشۍ کې يو شور دے مستي ده هم دغه شور او مستۍ د هغه شاعرۍ کې يو جلال پيدا کړې دے هم دغه شور مستي او جلال د ګران باچا د فن کمال دے.

ما د ارمان وينې نچوړ کړې جل وهلو لره

ما څوک په مينه باندې تږي نهر نه پريښودو

د محبت فصل تاله کړو جنګيالو ذهنونو

ما خو د ژوند په پټي بوټي د شر نه پريښودو

د هر چا غم مې په زړګي لکه معصوم ونيوه

زما خلوص هم چا د زړونو په ور نه پرې ښودو

منزل مې وليد شرمښان وو هرکلي ته ولاړ

خو ستا دپاره مې جانانه سفر نه پرې ښودو...... د قدرمن اکرام الله ګران باچا دا شعري مجموعه "زما غزل " په صوري او معنوي ډيره په زړه پورې ده د هغه ذات په کالبوت کې راټول د خپل ماحول چاپيرچل د جمال رنګونه په مونږ نيولي او د پښتو د شعر دبستان يي د خپل شعر په هنر ګلستان کړې دے او د ګلونو په وږمو يي د پښتنو لر او بر وږمه خيزه دے.ګران باچا د خپل ځلمي توب شاعري نه خو خصي کړې ده او نه سنسر کړې ده.زمونږ مشران او کشران اکثر د هلکوانې شاعري يا خو خصي کړي يا يي سنسر کړي زما په دا ښه عمل نه دے.داسې يو نقاد يو محقق د هغه په فني ارتقايي سفر د خبرې  کولو په د مشکلاتو سره مخ شي د هغه د ليک د عمر په بابله صحيح اندازه نه شي لګولے. د ګران باچا دا اقدام لکه د قمر راهي صيب په پښتو ادب کې د جوړ روايت نه يو روايت ساز بغاوت دے.

څومره نادان يم د قاتل لمن کې سر پټووم

چې د هر حسن د پيکر نه زندګي وباسي "ګران " 

اکرام الله ګران باچا په مونږ ډير ګران دے ګران په دې چې يو خو باچا دے بل د پښتو غزل باچا دے او په ټولو پښتنو ګران دے.مورخين وايي چې دا سيدان باچاګان عرب النسل دي خو

 د مودو نه په پښتنو کې د وسيدو په وجه وس سپيځلي پښتانه دي.په پښتنه ټولنه کې باچاګانو سيدانو ته د عزت او درناوې ورته دے.د پښتنو د بيله بيلو قبيلو تر څنګ پراته دي. چرته چې د پښتنو د دوه قبيلو ترمينځ په زمکه جګړه شوې ده نو د زمکې دغه تکړه چې د پښتنو د دوه قبيلو تر مينځ د جنګ سبب جوړه شوې ده نو د زمکې دغه ټوله له قام سره دغه باچاګانو سيدانو ته حواله شوې ده.دا سيدان د پښتنو د مختلفو قبيلو استانه دار پاتې دي زمونږ ترکلانو (باجوړو)استانه دار د کونړ سيدان وو مونږ واړه چې يو پاچا صيب به په زبرګه مياشت کې راتلو په کې ميشته باجوړو پسې په کال کې يو ځل راتلو او زمونږ مشرانو چې د خپل محنت د ګټې يوولسمه روپۍ جمع کوله او به يي دغه پاچا صيب ته ورکولے.وخت بدل شو حالاتو پلټه خوړلے ده د ژوند قدرونه بدل شوي دي حجره له مينځه تللې ده ولے اوس هم باچاګانو ته په درنه کتې شي.د ګران باچا کورنۍ هم د پړانګ

چارسدې د سيدانو يو علمي ادبي کورنۍ ده.خو د خپل ژوند دپاره کاروبار تجارت کوي خوشحال خان خټک بابا وايي

چې په اصل دې د سيدو شهزاده وي

چې هنر ورسره نه وي ما يي ستايه

نو ګران باچا د سيدو شهزاده هم دے او د شعر هنر ورسره هم

دے  نو  ځکه خو په ټو پښتنو لويو وړو ګران هم دے.ما مخکې ويلي دي چې ګران باچا دحسن ليواله د مينې پامته داره دے ځکه خو عقل ته وايي.

عقله زه غواړمه دوام دمينې

مه خبروئ په انجام د مينې

مينه يوه ده رقابت نه کوو

راځئ چې يو موټې شو قام  دمينې

نه مې سر مات شو نه ګريوان څيرې شو

نوم په هسې شو بد نام د مينې

د يو انسان شاعر اديب په وينا کې سپيځلتوب د مينې له سوبه راځي.الله جميل دے جمال خوښونکې دے عشق او مينه خدايي صفت دے هم په دې صفاتو انسان اشرف المخلوقات دے رحمان با با

د جهان خداې له عشقه پيدا کړې

د هماؤ مخلوقاتو پلار دې دا

قدرمن اکرام الله ګران باچا په جديد شعري ادب کې د خپل اسلوب خاوند د دې دور يادو استاذانو شاعرانو نه يو دے.ګران باچا د خپلې شعري ټولګې زما غزل کې د خپل ادبي سفر په بابله وايي چې اروا ښاد مراد شينواري به راته وويل نظم غزل دواړه ليکه.حمزه بابا راته ويل غزل به دې مجروح شي دغه وجه وه چې ما زياته توجع غزل ته ورکړه.

مه ورځه خزانه هسې نه چې شنه لوخړه شي

سره درته د قهره بهارونه په دې چم کې دي

ګوره چې اوتر شو رو ګودر ترې نه خطا شولو

زړه ته څه خاموشه آوازونه په دې چم کې دي

چرته دې حافظ چې سپيلني ورته خيالونه کړي

داسي بې مثاله غزلونه په دې چم کې دي

يو وارې د اردو ژبې نومياله شاعر ارواښاد احمد فراز چا وپوښته چې تا په پښتو کې ولے شاعري نه کوله.هغه وويل په پښتو ښه شاعران ډير وو ما په هغوي کې خپل ځان ځانګړې کولے نه شو.فراز صيب لوے سړے وو هغه په ځاې ويلي په دومره سپيځلو شاعرانو خپل انفراديت په ځاې کول ګران او زړه ستړې کار دے دا کار د ګران باچا په څير د صبر زغم خاوندان کولے شي.

څنګه دې جوش کې د خنجر وينې دي

څښلي پرې ما د خپل ځيګر ويني دي

نن سيالے ته راوتلے دے څوک

تلې چې مخ نه د قمر وينې دي

ګله ښايسته کړله غاړه د بل

درکړي چا د زړه د سر وينې دي (ګران)

زه نه نقاد يم نه محقق او د ادب استاد يم چې د قدرمن اکرام الله ګران باچا د شعر په خصوصيت سره په غزل يا د هغه په ادبي مقام يو پريکړې رايه ورکړم.ولے د پښتو ادب د يو وړوکي طالب په هيڅ دا حق لرم چې ووايم چې ګران باچا ددې دور د شمار په استاذانو کې د خپل طرز,اسلوب او فکر خاوند  دے.

منزل مې وليد شرمښان مې هرکلي ته ولاړ

خو ستا دپاره مې جانانه سفر نه پرې ښودو

موږ همسري غوښته هم دا جرم سزا له بس

مونږ چې د سر دپاسه دلته کې سر نه پرې ښودو

زما شعور ګرانه رڼا ده هم ګرمي د ژوندون

نمر که د وخت تورو وريځو بهر نه پري ښودو

د ګران باچا شعري مجموعه "زما غزل " ملت ايجوکيشنل پرنټر لاهور چاپ کړې ده.ددې شعري ټولګې کتابت محمد رياض کړے دے او ډير ښه يي کړې دے.دغه رنګ د ملګري ذاکر حسين ايډوکيټ,اکبر سيال,اباسين يوسفزي,د قدرمن سيد محمود ظفر صيب,او ښاغلي امجد اصغر هڅې ونه ستايلے شي چې ددې کتاب چاپ په لړ کې يي ګاللي دي نو زياتې به وي.مونږ د غه ملګرو منندويه يو کور وداني ورته وايو.

په درناوي: اقبال حسين افکار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف