غزل
درته خپره مې ده څنګله راشه
رېبار په توپه ووله خپله راشه
مسکۍ شه زلفې دې په شا واړوه
درباندې ليکمه غزله راشه
ماتې مې پښې شولې دا ستا په لټون
ته چېرې لاړلې منزله راشه
ته بيا زما نڅا ته هم و ګوره
يو ځل خو خوا ته زما ګله راشه
زه ستا بهار يم د ګلونو بهار
غانټول دې خوښ دی که سېنځله راشه
ستاسو خپل بهار
Post a Comment