غزل
خدايه ! ستا تخليق ته عجب حال زما
هسې لكه كټ مټ چې وي خيال زما
چا ته به ئې ور نه كړم په هيڅ قيمت
ستا په خولو باندې ډك دسمال زما
ستا وجود زما وجود نيمګړی كړ
نه وشو له ما سره وصال زما
اورمه چې زړۀ و زړۀ ته لار لري
بويه چې خبر وي په احوال زما
پورته شوم ، راپرېوتم ، چپه پُر سر
والوتم ، خو پرې ؤ پر او بال زما
نور مې په دا پرې لمن کې نشته هيڅ
توري او معنا بوله كمال زما
زۀ پرې ښه خبر يمه ګوهر يمه
لمر يمه ، راتلونكی دی زوال زما
Post a Comment