غزل
څــــــــۀ شعـــــبده بازې ماملې څۀ مداري غوندې مجلس
اوس ياري هـــــــم لــــکه مـــــېله،کاروباري غوندې مجلس
يو هــــغه څوک دی نن کامياب چې لفاظي يې وي هنر
بل هـغه څوک چې يې وي زده يو اخباري غوندې مجلس
څۀ زما زړۀ ؟څۀ يې زګېروي، دا خو به وي،دا خو به وي
دا جــــــــــاري لاره ده قربان هم يې جاري غوندې مجلس
ای کلېــوالې!!!! ســــــم درجار.بيا په وار وار،بيا په وار وار
اوکړه عصري غوندې مجلس لږ څۀ ښاري غوندې مجلس
دومـــــــــــره آداب او تشريــــــــــفات؟مجلس به نه خرابوو
آزاد غـــــــــــــــــږېږه پـــــــــرېږدوه دا درباري غوندې مجلس
تورو جامـــو کښې غضب ښکارې،ځان مظلوم حسابوم
له مــــــــا نور څه کېدی شي خو عزاداري غوندې مجلس
مـــــــــمتازه شوې پنځوس کلن وايې چې نن سبا او نن
ته زده کــــــوې کلـــــــــه آخر؟ دا سرکاري غوندې مجلس
Post a Comment