حمد و ثناء
چې پېدا دې کړم انسان
ربه دا دې غټ احسان
چې سره د پېدائش نه
مشرف شوم پۀ ايمان
دا زما د پاره فخر
هم پښتون هم مسلمان
د اولاد خواږۀ دې راکړل
خوږې لوڼه هلکان
د مور پلار پۀ خوږو موړ شوم
تر هغې چې شومه ځوان
چې حساس زړګے دې راکړو
تۀ يې څومره مهربان
ويښ ضمير دې را عطاء کړو
ترې پۀ تېخته شو شېطان
حق حلال رزق مې اوخوړ
د سکون او اطمينان
نۀ دې چاته مختورن کړم
نۀ دې چاته کړم حېران
لاس او پښې روښانه فکر
مې د ژوند سازوسامان
ټوله ستا مهرباني ده
څۀ مې تاب او څۀ مې توان
د شپېتۀ کلونو پس هم
د ژوند ګاډے لا روان
د وېنا قوت دې راکړو
هم خواږۀ خواږۀ ياران
پۀ ولس دې قدرمن کړم
پۀ هر چا دې کړمه ګران
بې غرضه ژوند مې تېر شو
پۀ تش لاس يمه سلطان
عنايات دې دومره ډېر دي
توان مې نشته د بيان
بس پۀ تا مې بهروسه ده
ما پۀ چا نۀ کړې تاوان
پاکه ربه پس د مرګه
پۀ سراج شې مهربان
Post a Comment