افګار بخارې /هر هغه چې رسېدلے تر کمال وي

شاعرې

پیر، 27 نومبر، 2023

افګار بخارې /هر هغه چې رسېدلے تر کمال وي

 


هر  هغه  چې  رسېدلے  تر  کمال  وي

دا دې واوري چې کمال پسې زوال وي


بې  ليدو  دے  په  ليدو  پسې  ړندېږم

که مې وليدې چې بيا به مے څه حال وي

  

دعاګانې  سلسلې  دي   تر   ابده

ستا د مينې مستانه په شونډو سوال وي


چې ستا مخې ته درځم زړه مے درزېږي 

معلومېږي ګران په مينه کې وصال وی


چې هر څوک ورنه خوشحاله وي افګاره

داسې خلق خو دے هر کله خوشال وي


افګار بخاری

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف