غزل مومند /ما خپلې خاورې پسې راوړې خو دا چرته لاړه

شاعرې

پیر، 27 نومبر، 2023

غزل مومند /ما خپلې خاورې پسې راوړې خو دا چرته لاړه

 


ما خپلې خاورې پسې راوړې خو دا چرته لاړه؟

هغه مـــــــــــــغروره مقدســـــه هوا چرته لاړه؟ 


هغه د ډک وجود مالکه شپې له هـــــــم راغلې

اوس مې د زړه نه د ګناه اشتها چـــــــرته لاړه؟ 


زۀ ئې خـــــوړم تا ورته هــــــم کتل باداره ياره

پۀ څو ساعـــــته کښې راغـــلې بلا چرته لاړه؟ 


زۀ پۀ رکشه کښې ناست يم، شور دے غږ دې نۀ رارسي

خو د څهــــرو موټر کښې سپينه رڼا چرته لاړه؟ 


پۀ نيـــــمايي ودريدم ســـتا د بېلتانۀ پۀ قيصه

يارانو چـــــغې کړې چې وايه نو بيا چرته لاړه؟ 


ما ســـره هيله د ژوندون وه خو غـــــــزله ياره

ســــتا د شــــــديدې بې رخۍ پۀ بنا چرته لاړه

ــــــــــــــــــ 

غزل مومند

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف