د پښتون قامي وحدت علمبردار (خان لالا) ــ
افضل خان لالا څوک وۀ؟ چرته پېدا شۀ؟ زدکړې يې چرته اوکړې؟ د سوات والي د خان لالا او دهغه د مشرانو ولې او پۀ څۀ وجه مخالفت کوۀ؟ لالا د والي سوات پۀ دور کښې چرته روپوش وۀ؟ لالا پۀ کومو منصبونو پاتې وۀ، او هغه څۀ دنده لرله؟ د لالا د قامي وحدت د مبارزې لار څومره زړۀ چاودې وه؟ د سوات ناورين څۀ وۀ؟ او بيا پۀ دغه ناورين کښې امن دوباره راټينګول څومره ګران وو؟ پښتنو ته چې کومې ستونزې راپېښې دي نو د هغې حل څۀ دے؟ کلتور څۀ شے دے؟ او د ادب سياست او معاشرې د يو بل سره څۀ اړيکې دي؟ لر او بر پښتونواله څۀ ده؟ انګرېزان پښتون وطن ته کله راغلل او پروژه يې څۀ وه؟ او واپس چا ستانۀ کړل؟ د ډيورنډ کرښه عارضي ده او کۀ مستقله؟ پۀ پښتنه خاوره جنګونه چا جوړ کړل او ولې جوړ شو؟ پۀ خان لالا باندې اتلس قاتلانه حملې ولې اوشوې؟ او د هغه کاروبارونه او مارکيټونه ولې ړنګېدل؟ او د کورنۍ غړي ئې پۀ څۀ وجه وژلے کښېدل؟ او د لالا ژوند پۀ جنت جنت سوات کښې ولې قرار نۀ وۀ؟ او پۀ ملاکنډ ډيويژن کښې د کال دوه زره نهم د جنګ پۀ شا کوم عناصر او محرکات وو؟ ــــــ
دا او د دې پۀ سېر نورو بلها پوښتنو ته کۀ چرته پۀ کره او منطقي حوالو ځوابونه لټول غواړئ نو بيا ضرور دغه لوے کتاب اوګورئ کوم چې تقريباً د ۷۰۰ صفحو دپاسه اډانه لري، مرتب کؤنکے يې هارون رشيد خټک دے، او د افضل خان لالا د وېناګانو او ليکنو سره سره پکښې د لر او بر د پښتنو قامپاله ليکوالانو ليکنې هم شامل دي ــــ
#خان_لالا #اتم_تلين ـــــ
بختور شاه ـــــــ
ایک تبصرہ شائع کریں