ليونے زاهد
اجمل خټک
څوک د چاپېغلې لېلا مجنون وي، څوک د ژوند د ښکلا مئېن وي. دغه شان محبت دے چې ادب د ژوند د پاره که ادب د عشق د پاره، زمونږ د پښتنو په وينه کښې د خپلې خاورې د عشق تاؤ دے.
په زړۀ او ذهن مو د وطن د غم اور بل دے او په شعور او احساس مو د خپل اولس د محروميت کړاوونو، د درد او د ارمان څړيكې دي وخت زمونږ خاوره اولسونه او عوام د ژوند د حالاتو په تنور کښي غورځولي دي نو پښتون شاعر او اديب باندې دغه لمبې بلېږي ولې انساني مينه او وينه ئې د لطيف احساس او جانان د عشق خوشبو هم محسوسوي نو د هغې تاثرات ئې هم په شعر و ادب کښې فن او ښكلا شي.
زاهده دغه وخت، خاورې او اولس په هغه زلميو شاعرانو کښې دے چې د غېرت وينې، د ژوند احساساتو او د حالاتو تودو ترخو رالړزولے دے او هر کله چې د زمانې د ناکړدو او د جبر او غضب د چپو فشار ئې ډېر زيات زوروي نو د اظهار زور ئې هم د غصې قهر او تند جذباتي انداز اختيار کړي داسې د ډول ډول فتوو سره مخامخ کېدے شي، ولې که د شعر و ادب مجموعي او معنوي حيثيت ته ئې په غور وكتے شي نو هغه د کافرانه عمل او ظالمانه حملو خلاف د پښتني ايمان د غېرت چغه وي.
زما په وړاندې د زاهد اشعارو کښي د شعر فن په لمنه کښې د دغه ګلانو او ازغيو خوند او رنګ دے، يعنې د خپل قام او خلقو د ژوند دردونه، ارمانونه او مجبورو او ورسره د جانان د حسن او مينې احساس دے.
لوستونکي به ولولي چي د دۀ دغه ننني ژوند کښې چي د دۀ د زړۀ څه داغونه او زخمونه وليدل هغې ته ئې د پښتو د شعر ژبه ورکړه داسې د خپل وخت د ملي او اولسي ژوند غم هم وخوړو او په هغې کښې ئې د تنقيد په رنګ کښې خوند هم پېدا کړو او د خپلې مورنۍ ژبې او ادب خدمت ئې هم وکړو.
مونږ د غېرو د استحصال ښکار هم يو او د خپلې معاشرې د شتمنۍ او نېستمنۍ په تنور کښې هم سوزو، زاهد د دغه تضاداتو نه هم سترګې ړندې او ژبه ګونګه نۀ ده ساتلې، دا ذاتي خبره نه ده ملي او انساني وظيفه ده، خداے تعالىٰ دې وکړي چې دا د اصلاح، تعمير او ارتقا سبب شي.
ما ته د زاهد کلام کښې د ژوند او فن د نوي کاروان ښکالو او د ملي اولس بيداري او د جرس غږ، ورسره د بشري دردونو ارمانونو په پسته ژبه او شعري خوند او رنګ ګل غوټۍ ښکاري چې قدم په قدم، ورځ تر ورځه د نوي منزل په لور وړاندې روان دے. د ژبې، ادب او ملي ژوند مستقبل ورته سترګې په لار دے او خپل خلق به ئې ان شاء الله د حسن او نور نه مستفيد او لوستونكي محظوظ شي.
ایک تبصرہ شائع کریں