جلال امرخيل / خـــــوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم

شاعرې

جمعرات، 9 نومبر، 2023

جلال امرخيل / خـــــوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم

 




خـــــوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم

خــــــپل حرکـــــات يــــــې کړم ، دانــــه وانه يـــــې وشـــيندلم


لکــــــه پښــــــتون وجـــــود چــې لږ وم په خپل ځان راټول وم

بس خو چې زيات يې کړم ، دانــــــه وانـــــه يـــــې وشـــيندلم


بنــــدګــــــي ښــه وه ، د بنـــــده تــــــبر مــــې ســـــر نه ليده

لات او منـــــات يې کــــړم ، دانـــــــه وانـــــــه يـــــې وشيندلم


شعر يې کړم ، شين يې کړم د شاړو زړونو شــــنه ځنګل کښې

اخ کــــــــائېــــــنات يـــــــې کړم ، دانـــــــه وانه يـې وشــيندلم


هېـــــــر يې کـــــړم ، هېر ،  لــــــکه وعـده د سندريز مازيــګر

او مــــــلاقـــــات يـې کـــــړم ، دانه وانــــــه يې وشيـــــندلــم


سور ګـــــــــل په لاس ، ژېــــــړه جوړه کـښې ، يقينې يې نه کړم

شــــــــک او شبـــهات يـــــې کړم ، دانــــــه وانه يې وشيندلم


ميــــــنې کانې وکـــــــړې  نامردې ،  در پـــــه دره يـــــې کــړم

جلالـــــه ! مـــــات يــــې کـــــــړم ، دانه وانه يـــــــې وشيندلم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف