که ودريګونو منزل ځي
ځئ چي درومو اؤمزل ځي
تور لوګے مي له ګوګل ځي
اؤ د خلي نه مي غزل ځي
د رباب له ټنګه خوږ وي
ستا چي ګوتي تر اوربل ځي
د چا دوه اويا کنځلې
ستاکوګۍ نه دی متل ځي
ددي پاک په پاکه خاوره
په يؤ غل پسې بل غل ځي
د فرنګ غوندي په چل ځي
پيښور ګټم کابل ځي
د قل هو راوستے غم دے
په خيرو نه په اجل ځي
چي د زړۀ توان يي سيوا شي
د ماشوم پاپئ له پل ځي
بے له توانه ځوان ګمان کې
دا اروا دۀ په دا ځل ځي
د زړګي د میدان جنګ له
ستا باڼه دي سل په سل ځي
زما سترګو کې خسڼي
ستا په سترګو کي کجل ځي؟؟؟
مصباح يار مي دغه یار دے
ورته سترګو نه کتل ځي
Post a Comment