د غـــــم او درد ډکـــه ده چا تــه د وئيلـــــو نۀ ده
زمــــا د ژونـــد قیصه بیخـي د اوریــــــدلو نۀ ده
شوګیر وهلے، سترګــې سرې د چا د یاد سره مخ
د هجـــــــر شپۀ ډېـــــره اوږده ده د وتلــــو نۀ ده
لمحه لمحه بې ارامـــــي زمــا د هـــــر څۀ فکـــــر
زما د مـــــور مینه پۀ ژونــــــــد د هـــېرولو نۀ ده
زۀ کۀ هــــر څو ورته اواز د بیـــــدارۍ کـــــوومـه
خو قافلـــــه د خپل منـزل پۀ لــور د تللو نــــۀ ده
پۀ کـــــوم دلیل ورته زۀ پېغلـــــه پښتنه اووایــم
هغه بـــــــې حیسه خـــــو د سر د پټولـــــو نۀ ده
پۀ پښتون خواه خواره واره دي د بارودو لوګـــي
داســــې فِضا ده چــــې د ساه د اخیستلـو نۀ ده
ورانه ویجـــــاړه وي مـــدام بغېــــر لتا نقیــــــبه
ستانــــــه جــــــدا د زړۀ دُنیا د سمېـــــدلو نۀ ده
نقیب یوسفزے
Post a Comment