ممتاز اورکزے

شاعرې

Thursday, November 9, 2023

ممتاز اورکزے

 



خـــــــــوبه!! ته نه وې کنه دا ده شوګېره مې اوکړه

ځــــــــــانه!! ته وې نو درســـــــــره مکالمه مې اوکړه


خدايه!! هــــــغه يم چې ګناه پسې ګناه مې اوکړه

ربـــه!! هــــــغه يم چې توبې پسې توبه مې اوکړه


چې يې امکان درلود ،په ځان هره کانه مې اوکړه

انـکار،انـکار،انـــکار،سجده،سجده،سجده مې اوکړه


مــــــــــــــــــــايوسه شوی وم ،الله،الله،الله مې کول

امــــــېده!!! خدای درسره پوهه شه ټپه مې اوکړه


لـــــــــــــــه ځــانه تنګ ومه ما ځکه ځان وژنه اوکړه

پــــه ژونـــــد ميين ومه درد ناکه تجربه مې اوکړه


د بـــــايزيد،د دروېـزه، د خــــوشال خان غوندې نه

د باچــــا خان غوندې دې شمه فيصله مې اوکړه


مـــــــــــــمتازه ما وييل تمامه ورځ چې څه اوکړمه؟

ماښام لانجه خلاصه کړه ښه ډوبه نشه مې اوکړه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف